اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

نیکلوسن: طا-لبان ونه ویل چې د نجونو پر طبي زده کړو یې ولې بندیز لګولی

دید خبرې آژانس: د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلوسن له افغانستان څخه تر پنځه ورځني سفر وروسته وویل، چې اوسنيو بشري، سیاسي، بشري او اقتصادي ستونزو او په ځانګړې توګه د طا-لبانو وروستیو فرمانونو او بندیزونو ته په کتو، افغانستان له اندېښمنوونکي حالت سره مخ دی.

د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلوسن افغانستان ته خپل پنځه ورځنی سفر بشپړ کړ.

نوموړی وايي، د یاد سفر په ترڅ کې یې له طا-لب چارواکو او نړیوالو شریکانو سره د افغانستان د سیاسي، بشري او اقتصادي وضعیت په اړه بحثونه ترسره کړل.

نیکلوسن له خپلې سیاسي مشاورې ارجا کایکونن سره کابل ته سفر کړی و، چې له بېلابېلو اړخونو سره د افغانستان پر اوسني وضعیت او راتلونکي وغږیږي.

نوموړي په خپل رپوټ کې ویلي، چې په دغه سفر کې داروپايي ټولنې استازو له طا-لب چارواکو، د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، افغان مدني ټولنې او خصوصي سکتور استازو سره خبرې اترې وکړې.

د اروپايي ټولنې استازي د کابل په سفر کې ویلي چې د یو شمېر افغانانو په باور د افغانستان په داخل کې امنیتي وضعیت عمده ستونزه نه وه، خو د ګاونډیو هیوادونو استازو له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو له متوجې ګواښونو، کډوالۍ او سرحدي ننګونو خپلې اندیښنې شریکې کړې دي.

په دغه سفر کې داروپايي ټولنې استازو له طا-لبانو سره د اپیمو د تولید د کمولو پر هڅو هم خبرې کړې دي.

په ۲۰۲۲ کال کې د دې هدف لپاره یو فرمان صادر شوی و، خو اوس هم افغان کورنیو ته یوه بدیله سرچینه نه ده ورکړل شوې. د اروپايي ټولني استازي وویل چې دوی د دې هدف لپاره له ۱۵۰میلیونه یورو څخه زیات زراعتي ملاتړ کړی، چې له یوه میلیون ډېرو افغانانو ترې ګټه اخستې ده.

نیکلوسن په خپل رپوټ کې ویلي، د ټولنو د ملاتړ لپاره یې د موسسو له لارې د خصوصي سکټور د اړیکو او د کرنې لپاره په افغانستان کې دننه او بهر بازارونو ته د لاسرسي د ودې په برخه کې ۴۵ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.

نوموړی وايي، د خپل سفر پر مهال یې په افغانستان کې د خصوصي سکټور نارینه او ښځینه استازو سره هم لیدلي دي.

نوموړی زیاتوي، «د اروپايي اتحادیې له لوري د افغانستان پر خصوصي سکټور هیڅ ډول بندیز نشته او ان د افغانستان د خصوصي سکټور د ښه والي لپاره پر افغاني تولیداتو هیڅ ډول ګمرکي تعرفي نه دي لګول شوې.»

نوموړی وایي، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا په برخه کې به د اروپايي اتحادیې فعالیتونه او مرستې دوام ولري.

نیکلوسن وايي، له طا-لب چارواکو، د نړیوالو غیر دولتي سازمانونو او خصوصي سکتور استازو او د ملګرو ملتونو له استازې او افغان میرمنو سره یې په لیدنو کې د طا-لبانو د امربالمعروف وزارت قانون په اړه د اروپايي اتحادیې د قوي اندیښنو یادونه وکړه.

نوموړی وایي، دا قانون د شرکتونو او سازمانونو کار نور هم پیچلی کوي او د ښځو د تګ راتګ، کار، خدماتو ته د لاسرسي او د خپلو کورنیو د ملاتړ وړتیا باندې خورا قوي اغیز لري.

دده په باور، د یاد قانون له امله د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديي ملګرو خپلې مرستې کمې کړې دي.

نیکلوسن وايي، نړیوال غیر دولتي سازمانونه د هغو راپورونو په اړه اندېښمن وو، چې څو ورځې وړاندې په کندهار کې د کابینې د غونډې په تړاو خپاره شوي او په افغانستان کې یې د نړیوالو غیر دولتي سازمانونو پر فعالیت او حضور د سختو محدودیتونو وړاندیز کړی.

نوموړی وايي، د افغانستان خلګو ته د مرستو رسولو په برخه کې د داډول پرېکړو د منفي اغیزو په اړه یې له طا-لب چارواکو سره خبرې وکړې، خو هغوی جزئیات نه دي ور کړي.

د اروپايي اتحاديي استازی وايي، د نجونو د طبي زده کړو د ۱۸۰ مرکزونو د بندیدو په اړه یې هم خپله ژوره اندیښنه د طا-لبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي کبیر سره شریکه کړې، خو په دغو لیدونو کې د طا-لبانو هیڅ چارواکي د نجونو پر مخ د طبي زده کړو د مرکزونو بندېدو او له دریو کالو راهیسې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونو تړلو په اړه وضاحت نه دی ور کړی او نه هم طالب چارواکو د یادو پرېکړو د بېرته اخیستلو په اړه کوم دلیل درلود. ه

غه وايي، « د طا-لبانو له حقیقي چارواکو سره ناستو کې هیچا هم دا روښانه نه کړه، چې د نجونو پر طبي زده کړو بندیز ولې لګېدلی او نه یې هم دا ښودلي چې دا پرېکړه به بیرته واخلي.»

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديي ځانګړي استازي توماس نیکلوسن د خپل رپوټ په وروستۍ برخه کې د افغانستان اوسني بشري، سیاسي او اقتصادي وضیعت او په ځانګړې توګه د طا-لبانو وروستیو فرمانونو او بندیزونو ته په کتو، افغانستان له اندیښمنوونکي حالت سره مخامخ یاد کړی دی.

نووموړی وايي، داروپايي اتحاديي د مرستو د دوام او تعامل لپاره باید طا-لبان د ځینو مسایلو د حل لپاره بیړنی اقدام وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا