Uncategorized

نیکلاسن په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل

دید خبرې آژانس: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نیکلاسن په کابل کې د چین له سفیر سره لیدلي.

د چین سفارت پرون په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې له افغانستان سره د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو او همکاریو په زیاتولو او پیاوړتیا باندې ټينګار شوی دی.

د اروپايي ټولنې استازي داسې وخت د چین له سفیر سره لیدلي چې د افغانستان لپاره په دوحه کې د ځانګړو استازیو تر غونډې مخکې د اجماع د رامنځته کولو په هدف سیمه‌ییزو او نړیوالو هڅو زور اخیستی.

نیکلاسن تر دې مخکې د طا-لبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او په کابل کې د ایران د سفارت له چارواکو سره هم لیدلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا