نیویارک ټایمز: اسلامی امارت د نړۍوالو مرستو له راکمېدو سره کان کېندنې ته مخه کړې
دید خبرې آژانس: نیویارک ټایمز په یوه راپور کې ویلي، د افغانستان اوسني حکومت د نړۍوالو مرستو له کمېدو او د نشه يي توکو پر کرکېلې له بندیز وروسته د کاني توکو او قیمتي ډبرو پلور ته مخه کړې ده.
دغې ورځپاڼې په یوه راپور کې زیاته کړې چې اسلامي امارت هره اوونۍ د قيمتي ډبرو له پلورلو عاید ترلاسه کوي، خو ټینګار کوي چې د متخصص بشري ځواک او تخنیکي وړتیاو کمښت لاهم بنسټيزې ننګونې دي.
نیویارک ټایمز راپور ورکوي، چې اسلامي امارت په ۲۰۲۱ زېږیز کال کې له بیا واکمنېدو وروسته، د زمردو، یاقوتو، سرو زرو، مسو او نورو نادرو کاني عناصرو په ګډون د افغانستان د کاني سرچینو د استخراج لپاره پراخ پروګرامونه پیل کړي دي.
امریکا مخکې اټکل کړی و، چې د افغانستان کاني زېرمې څه باندې یو ټریلیون ډالره ارزښت لري
نیویارک ټایمز د راپور یوه برخه کې وايي: « د امریکا متحده ایالتونه اټکل کوي، چې د افغانستان تر ناهوارې ځمکې لاندې د یو ټریلیون ډالرو په ارزښت کاني زېرمې شته. دغه هېواد د مسو، سرو زرو، کرومایټ، کوبالټ، لېټیمو او صنعتي منرالونو د لرلو له اړخه بډای هېواد دی او دغه راز د زمردو، یاقوتو، نیلم، ګارنټ او لاجوردو په څېر ګران بیه او نمیه ګران بیه ډېرې لري.»
افغانستان د هغو عناصرو زېرمې هم لري، چې په عصري ټکنالوژیو لکه ګرځنده ټلیفونونو، لپټاپونو او برېښنایي موټرو کې کارول کېږي.»
د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب بیا په دې اړه وايي: «د کانونو را اېستنه د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ډېر ارزښت لري او د دندې پیدا کولو اصلي محرک په توګه د هېواد د ناخالصو کورنیو تولیداتو د کچې لوړولو لامل ګرځي. د کانونو په سکټور کې د پانګونې فرصتونه د اوږدمهاله اقتصادي پرمختګ د ودې د ظرفیت په توګه ملي عواید زیاتوي او کولی شي حالت د وابستګۍ څخه ځانبساینې ته بدل کړي.»
پنجشېر د زمردو د بډايو زېرمو په لرلو سره د دغو پروژو د پلې کېدو لپاره یو له مهمو ځایونو ګڼل کېږي.
نیویارک ټایمز زیاته کړې چې سرپرست حکومت د زمردو د پلور لپاره د اونیزو داوطلبیو د جوړولو له لارې د پلور پر چارو پر کنټرول سربېره، پر دغو معاملاتو لس سلنه مالیه هم لګولې ده.
دغه بولۍ کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته اجازه ورکوي، چې د دغه صنعت په برخه کې فعالیت وکړي.
د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال، سخي احمد پیمان هم وايي: «د افغانستان کانونه د هېواد ملي شتمنۍ دي او باید په سمه توګه ترې ساتنه وشي، په ځانګړي ډول د کانونو را اېستنه چې باید په معیاري ډول استخراج او پروسس شي. دا کار کولی شي موږ دوامداره اقتصادي ودې او ثبات ته ورسوي.»
له ټولو کانونو، نه کار اخیستل، د بیخ بنایي او کاري ځواک د برخې ننګونې، د زېربناوو نشتوالی، د انجینرانو او متخصصینو نشتوالی د افغانستان د کانونو په برخه کې له لویو ستونزو ګڼل کېږي، خو د اسلامي امارت مسوولان د کانونو په برخه کې د پرمختګ لپاره د بهرنیو متخصصینو پر همکارۍ او د کورنیو ځواکونو پر روزنې ټینګار کړی دی.
د اقتصادي چارو شنونکی، ذبیح الله اسلامي بیا وايي: «د دې پر ځای چې موږ خپل کانونه نورو هېوادونو ته ورکړو، قراردادونه ورکړو او هغوی یې په خپل هېواد کې پروسس کړي او بیا هغه څه چې له دې کانونو جوړ کړي، په لوړ قیمت یې پر موږ وپلوري، غوره ده چې موږ دا کانونه په خپله د افغانستان دننه پروسس کړو.»
نیویارک ټایمز په پای کې لیکي چې د نړۍوالو مرستو د کموالي او د کوکنارو پر کرنې له بندیز وروسته، چې پخوا د افغانستان د عاید یوه مهمه سرچینه وه، اسلامي امارت کانونو ته د دغو زیانونو د جبرانولو د یوې لارې په توګه ګوري.