اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

نیوزیلینډ د ۱۱ میلیونو ډالرو مرستې په اعلان سره د طا-لبانو بندیزونه وغندل

ډيډ خبري اژانس: د نیوزیلنډ حکومت په داسې حال کې د ښځو پر وړاندې د طا-لبانو بندیزونه غندلي چې د افغانستان له خلکو سره یې د ۱۱ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی.

د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزیرې، نانیا مهوتا په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې هیواد به یې په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو له پروګرام سره د مرستې لپاره ۱۱ ملیون ډالره اضافي مالي مرسته وکړي.

مهوتا وویل: افغانستان په نړۍ کې یو له بدو بشري ناورینونو څخه دی او د افغانستان دوه پر دریمه برخه نفوس اوس مرستو ته اړتیا لري.

د هغه په ​​وينا، زيانمنې شوې ټولنې په بې ساري ډول د خوراکي توکو له کموالي سره مخ دي او روغتيايي خدمتونو، پاکو اوبو او پوهنې ته سخته اړتيا لري.

هغه ټینګار وکړ: موږ د طا-لبانو هغه محدودیتونه غندو چې منځنیو زده کړو، لوړو زده کړو، عامه او سیاسي ځایونو او د کار فرصتونو ته د افغان ښځو او نجونو لاسرسی محدودوي. دا ډول محدودیتونه په افغانستان کې بشري اړتیاوې لاپسې زیاتوي.

د دې مرستو په اعلان سره، نیوزیلنډ له افغانستان سره د طا-لبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د خپلو مرستو کچه ۲۴ میلیونو ډالرو ته رسوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا