نیمروز کې افغانیو یو ځل بیا خپل ارزښت ترلاسه کړی دی
دید خبرې آژانس: د نیمروز سیمه ییز مسوولین وايي، په ورځنیو چارو کې د بهرنیو اسعارو پر راکړې ورکړې تر بندیز وروسته دغه ولایت کې د ایراني تومنو کارونه نږدې صفر شوې ده.
د دوی په خبره، تر یو نیم کال وړاندې دغه ولایت کې سترې او کوچنۍ سوداګریزې راکړې ورکړې پر ایراني تومنو ترسره کیدې او د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي له افغانیو سره اشنا نه وو.
خو له څو میاشتو راهیسې افغانۍ د نیمروز مرکز زرنج ښار بازارونو کې دود شوي او د ایراني تومنو ځای یې نیولی دی.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حبیب الله الهام و ویل: « په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه په بشپړه توګه منع شوې ده او اوس مهال نه کیږي. خو که کوم ځای کې پر بهرنیو اسعارو معامله وشي نو اړوند بنسټونه جدي ګامونه پورته کوي. هیله من یو چې دغه مسله په بشپړه توګه و دریږي.»
دا مهال ایراني تومن په نیمروز کې د صرافۍ بازار پورې محدود شوي دي.
په زرنج ښار کې صراف، احمد په دې اړه وایي: « بازارونو کې د تومنو کارونه ممنوع ده. یوازې له ایرانه راستنېدونکي مسافر او یا دغه هېواد ته تلونکي کسان یې کاروي. موږ له مسافرو تومن اخلو او پر نورو مسافرو یې پلورو.»
نیمروز له ایران سره پوله کې پروت ولایت دی چې، له تېرو دوو لسیزو راهیسې د دغه ولایت په بازارونو کې سترې او کوچنۍ سوداګریزې معاملې په ایراني تومنو کېدې.
د سیمهییزو مسوولینو په خبره د تومن ټیټ ارزښت او نوساتو له امله به د نیمروز پانګوالو او اوسېدونکو ته پراخ مالي زیان اوښته.