اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

نیلا د ماشومانو د نړیوالې جایزې وګټله/ملاله: ویاړو چې د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوې

دید خبرې آژانس: د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ نیلا ابراهیمي ته د ماشومانو د نړیوالې جایزې د ګټلو مبارکي ورکړې او د نجونو د تعلیم لپاره یې د هغې مبارزه ستایلې ده.

ملالې یوسفزۍ د سې شنبه په ماښام پر اېکس پاڼې کاږلي: «زه درباندې ویاړم چې د طا-لبانو په وړاندې ولاړه یې او د افغان نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوې.»

هغې نیلا ته په خطاب کې ویلي: «ستا زړورتیا د نجونو او د نړۍ رهبرانو ته مثال دی.»

ملالې یوسفزۍ وایي: «کله چې مې په نیویارک کې له نیلا سره ولیدل، د افغان ښځو او نجونو د ځواکمنولو لپاره د هغې هوډ ډېره هڅولې وم.»

نیلا ابراهیمي د سې شنبه په ورځ د ماشومانو د سولې هغه نړۍواله جایزه وګټله، چې له دې وړاندې د اقلیم فعالې ګریټا ټنبرګ او د نجونو د زده کړو فعالې ملالې یوسفزۍ ته ورکړل شوې دي.

ابراهیمي دا جایزه په افغانستان کې د« نجونو حقونو لپاره د زړورې مبارزې» په ویاړ ترلاسه کړې ده.

نوموړې په داسې حال کې دغه جایزه ترلاسه کوي، چې له تېرو دریو کلونو راهیسې طا-لبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندې کړې دي او د افغان ښځو د محدودولو په موخه یې لسګونه فرمانونه صادر کړي دي.

که څه هم د ښځو پروړاندې د طا-لبانو هر ګام له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوی، خو طالبان وایي، چې د شریعت پر اساس یې افغان مېرمنو ته ټول حقونه ورکړي دي.

اخوا، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا هم څه موده مخکې ویلي و، چې د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه یوازې پر نجونو اغېز نه دی کړی؛ بلکې د افغانستان په کچه یې درې کلن فرصت هم ضایع کړی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا