اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

نږدې ۲ زره رواني ناروغانو درملنه شوې ده

دید خبرې آژانس: د افغاني سرې میاشتې ټولنې چارواکو نن د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوې خبري غونډې پرمهال د خپلو ۶ میاشتنیو فعالیتونو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د یادې ټولنې مرستیال حافظ عزیر الرحمن وویل چې دغې ټولنې د روان هجري سپوږمیز کال په لومړیو ۶ میاشتو کې یې په بېلا بېلو برخو کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي دي.

د نوموړي په وینا په یاده موده کې د قطر د سرې میاشتې ټولنې په مرسته په کابل، کندهار، هلمند، فراه، فاریاب، بدخشان او بلخ په ولایتونو کې ۱۱۷۲ بې سرپرسته کونډو او همدا ډول ۱۵۰ ځوانانونو ته د ځان بسیاینې په موخه د خیاطۍ، ګلدوزۍ، غالۍ او ګیلم اوبدلو په برخه کې زده کړې ورکړل شوې او هغوی ته په اړوندو برخو کې د کار وسایل هم وېشل شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې همدارنګه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د ډنمارک د سره صلیب په مرسته په کابل، ننګرهار او هرات ولایتونو کې ۵۰۰ اړمنو بې سرپرسته کونډو ته د امرار معیشت پروژې پلې شوې دي.

حافظ عزیزالرحمن څرګنده کړه، چې په یاده موده کې ۳۴ داخلي مشمولینو ته اعاشه چمتو شوې او ۱۱۵ کورنیو ته ، چې د غړو شمېر یې ۶۱۶ تنو ته رسېږي بدل اعاشه ورکړل شوې ده او همدارنګه د ۱۲۴۶ بېرونیو مشمولینو کورنیو بانکي حسابونو ته ۱۹ میلیونه ۴۸۵ زره ۵۰۲ افغانۍ لېږدل شوې دي، څو خپلې اړتیاوې ورباندې پوره کړي.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې مرستيال زیاته کړه، چې د روان هجري سپوږمیز کال لومړیو شپږو میاشتو کې د سوالګرو راټولولو کميسيون له لوري، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنه يې هم غړيتوب لري، ۱۲۲ زره ۱۲ سوالګرې کورنۍ ثبت او بایومتریک شوې او له دې جملې څخه ۲زره ۹۷۱کورنۍ، چې د غړو شمېر يې ۲۰ زره ۷۹۷ تنه کېږي، مستحقې پېژندل شوې او له دغو کورنيو سره په دوامداره او منظمه توګه میاشتنۍ نغدي مرستې کېږي.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې د رواني مرکزونو له لوري په تېرو ۶ میاشتو کې په کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ، هرات او کندز ولایتونو کې ټول ټال ۵ زره ۳۹۹ نارینه او ښځینه رواني ناروغانو ته په یادو مرکزونو او د ناروغانو په کورنو کې د رواني روغتیا اړوند خدمتونه وړاندې شوي، چې له دې ډلې څخه ۱۸۹۶ رواني ناروغان روغ شوي او بېرته له ټولنې سره یوځای شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې ټولنې مسوولینو په دغه غونډه کې همدارنګه وویل، چې خصوصي روغتونونو ته د درملنې په موخه د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو لړۍ هم دوام لري او هره میاشت تر ۳۰۰ پورې ماشومان د درملنې په موخه روغتونونو ته ور پېژندل کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا