اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهورزش او ځوانان

نړیوال جام؛ د تمریناتي سیالیو وروستۍ لوبه د هند او بنګله‌دېش لوبډلو ترمنځ ده

دید خبرې آژانس: ټاکل شوې چې د شل اوریز نړیوال جام د تمریناتي سیالیو لړۍ نن شنبه د هندوستان او بنګله‌دېش ترمنځ تر سیالۍ وروسته پای ته ورسېږي.

یاده سیالي به د کابل پر وخت ماښام ۶:۰۰ بجې د امریکا د نیویارک په نوي جوړ شوي ناساو کاونټي لوبغالي کې پیل شي.

دا به د ناساو کاونټي په لوبغالي کې د کرکټ لومړنۍ سیالي وي.

افغانستان هم خپلې تمریناتي سیالۍ بشپړې کړې چې له سکاټلنډ یې وګټله او له عمان سره د ورښت له امله بې پایلې تمامه شوه.

د دې شل اوریز نړیوال جام لومړنۍ رسمي سیالي به هم د جون په لومړۍ نېټه د کوربه امریکا او کاناډا د لوبډلو ترمنځ پیل شي.

افغانستان به خپله لومړۍ سیالي د جون په ۴مه نېټه له یوګاندا سره ترسره کوي.

د ویلو ده چې افغانستان په لومړي ځل په ۲۰۱۰م کال د شل اوریز نړیوال جام سفر هم په وېسټ اینډیز کې پیل کړی و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا