اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

نيوز انټرنېشنل: شانګهاى سازمان د افغانستان په همکارۍ د ترهګرۍ ضد هڅې پياوړې کولاى شي

دید خبرې آژانس: نیوز انټرنېشنل په یوه مقاله کې ویلي چې د شانګهای د همکارۍ سازمان سیمه ییز «ترهګرۍ ضد» جوړښت یو له هغو څو میکانیزمونو څخه دی چې کولی شي د ترهګرۍ ضد همغږي هڅې په ځانګړې توګه د افغانستان په همکارۍ سره پیاوړي کړي.

په دې مقاله کې راغلي چې روسیه او چین کولی شي د طا-لبانو تر واکمنۍ لاندې د وضعیت د عادي کولو لپاره کار وکړي او د افغانستان د داخلي امنیتي مسلو د حل لپاره د سیمه ییزې همغږې تګلارې دفاع وکړي. د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه شي چې «تروریزم او افراطیت» د نورو هیوادونو پولو ته نه خپریږي.

نيوز انټرنېشنل وايي، د طا-لبانو تر ادارې لاندې افغانستان اوس مهال د سيمې لپاره يوه «لويه ننګونه» ده.

دغه ورځپاڼه زیاتوي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته رامنځ ته شوې ګډوډي پاکستان له سخت امنیتي وضعیت سره مخ کړی دی.

د دې مقالې پر بنسټ، پاکستان د «سرحدي ترهگرۍ» له دوامداره ستونزې سره مخامخ دی. د شانګهای سازمان کوربه توب د دغه هیواد لپاره یو فرصت برابروي چې په څو اړخیزه ډګر کې دا اندېښنې په مستقیم ډول راپورته کړي.

نیوز انټرنیشنل د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو د غونډې کوربه توب د پاکستان لپاره یو مهم فرصت بللی دی.

په ورته وخت کې دغه ورځپاڼه وايي، چې د پاکستان د نړیوالو اړیکو د تاریخ یوه لویه برخه په دوه اړخیزو تعاملاتو، په ځانګړې توګه له لوېدیځو قدرتونو سره په متقابلو تعاملاتو واکمنه ده، چې د دغه هېواد د زیاتره ډیپلوماټیکې خپلواکۍ د له منځه وړلو لامل شوی دی.

د نیوز انټرنېشنل په مقاله کې راغلي چې سربېره پردې ایران او پاکستان د افغانستان د ثبات په اړه اندېښنې لري چې کېدای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د شانګهای د همکاریو د سازمان په چوکاټ کې د همکارۍ لپاره یو بل مهم بدلون وي.

د يادولو وړ ده، چې نن پاکستان په اسلام آباد کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو د غونډې کوربه دی.

خو د طا-لب چارواکو له پرله پسې غوښتنو سره سره دوی دې غونډې ته نه دي بلل شوي.

د طا-لبانو تر واکمنۍ مخکې افغانستان د دغه سازمان په غونډو کې د څارونکي غړي په توګه ګډون کاوه. خو وروسته له هغه چې طا-لبان واک ته ورسېدل، دغه غړیتوب وځنډول شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا