اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبټولنه

نوري: په ۳ ولایتونو کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ ستونزې هوارې شوې

ډید خبري آژانس: د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري وايي، هغه ستونزې چې د هېواد په ۳ ولایتونو کې د کوچیانو او هزاره ګانو تر منځ رامنځته شوې، حل شوې دي.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزير نورالله نوري وايي، د هېواد په درېيو ولايتونو کې د کوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ شته ستونزې هوارې شوې دي.

نوموړي «ملي ټلوېزيون» ته وويل، چې په باميانو، ميدان وردګو او غزني ولايتونو کې د درېيو ګډو کمېسيونونو په جوړېدو او د دواړو لورو د استازو په شتون سره د کوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ شته ستونزې هوارې شوې دي.

نوري زياته کړه، چې په ګډو کمېسيونونو کې له هر لوري څخه لس کسان شتون لري او په دې وروستيو کې د دوى ترمنځ جنجال صفر ته رسېدلى دى.

په ورته وخت کې په بامیان او اروزګان خاص کې د هزاره ګانو د ونو د غوڅولو او پرې کولو او همدارنګه د شکایت کوونکو د نیولو، وېرولو او ګواښلو راپورونه ورکړل شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا