اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهټولنه

نورستاني محصلين: مونږ پوهنتون جوړ شي

دید خبرې آژانس: د نورستان ولایت ځینې محصلین د دغه ولایت لوړو زده کړو موسسې ته د پوهنتون ارتقأ غوښتنه کوي.

دوی وايي، د پوهنځیو کمښت له امله له لوړو زده کړو پاتې شوې دي.

۲۲ کلن رحمت الله چې د نورستان د وایګل ولسوالۍ اوسېدونکی دی، پلار یې پر کروندګرۍ بوخت دی، خو نوموړي ته یې د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

هغه وايي، ارمان یې درلود چې د دولسم ټولګي له فراغت وروسته د طب پوهنځي کې زده کړې وکړي؛ خو د نورستان د لوړو زده کړو په موسسه کې د دغه پوهنځي د نشتوالي له امله خپل دغه ارمان ته ونه رسېد.

نورستانی محصل، رحمت الله وايي: (زما مینه د طب او انګلیسي ادبیاتو سره وه  ډير کمو امکاناتو او اقتصادي ستونزو له امله مې یاد پوهنځی ونشو لوستلی .)

د نورستان د لوړو زده کړو موسسې ځینې نور محصلین له لوړو زده کړو وزارت څخه د نورو ولایتونو په څېر د زده کړو په برخه کې د اړینو اسانتیاوو غوښتنې لري.

یو بل محصل عبدالرازق هم وايي: ( زه خپله د کیمیا او د بیالوژي څانګې محصل یم دا څانګه اکثره په تجربو باندې ولاړه ده خو متاسفانه تراوسه پورې مونږ ته لابراتور ندی برابر شوی.)

همدا راز یو بل محصل، امان الله هم وايي: ( شته ودانۍ محصلینو لپاره بسنه نکوي،چون محصلین زیات دي خو ودانۍ وړه ده محصلینو په کتو سره د نورو پوهنتونونو په څیر دې د نورستان پوهنتون هم جوړ شي.)

ورته مهال سیمه‌ییز مسوولین د محصلینو دا غوښتنې پرځای بولي او وايي، د لوړو زده کړو وزارت ډاډ ورکړی، چې په نږدې راتلونکې کې به د نورستان لوړو زده کړو موسسه، پوهنتون ته ارتقأ وکړي.

د نورستان والي، زین العابدین عابد  بیا وايي: ( یوسلو شل جریبه ځمکه منظوره شوې ده چې اسلامي امارت به یې مونږ ته خریداري کوي،او راتلونکي پسرلي کې به یې د جوړیدو چارې پيل شي.)

د نورستان د لوړو زده کړو موسسه دا مهال د شرعیاتو او ښوونې او روزنې دوه پوهنځي لري، چې شااوخوا ۴۵۰ محصلین په کې پر زده کړو بوخت دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا