نورالدین ترابي د بشر پالنې موسسې د مرستو هوکړه لیک لاسلیک کړ
دید خبرې آژانس: له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې د طبیعي پېښو له قربانیانو سره د مرستې په موخه له یوې موسسې سره د نږدې ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د مرستو د هوکړه لیک لاسلیکېدو خبر ورکړی دی.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي د افغانستان لپاره د بشر پالنې موسسې له استازي محمد نعمان قریشي سره د ۲۹میلیونه ۷۲۵ زره افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
ترابي د یاد هوکړه لیک د لاسلیکېدو پر مهال ویلي چې: ( موږ باید له پېښې مخکې وقایه ولرو ترڅو پېښه زیات زیان ونه رسوي او کله چي پېښه وشي باید مرستې چمتو وي تر څو پر وخت خلګو ته ورسیږي.)
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د بشر پالنې موسسې استازي محمد نعمان قریشي ویلي، چې په بېلابېلو برخو کې کار کوي او د شوې هوکړه لیک عملي کېدو ته ژمن دي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد هوکړه لیک له مخې به د کندهار ولایت په ټولو ولسوالیو کې د طبیعي پيښو له زیانمنو سره هغه مهال مرسته تر سره کیږي، چي یوه طبیعي پيښه رامنځته شي، دغه همکاري به د کندهار په ښار او همدارنګه په ټولو ولسوالیو کي د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) په همکارۍ ترسره کیږي، چې په مجموعي ډول ۵۱۲۵ کورنیو سره نغدي مرستې کیږي او هرې کورنۍ ته به ۵۸۰۰ افغانۍ وېشل کېږي.