دید خبری اژانس وایی: د پاکستان د انتخاباتو په درشل کښې د پاکستان د مسلم لیګ نواز مشر یو ځل بیا له خپلو ګاونډیانو افغانستان، هندوستان او ایران سره د اړیکو د ښه کولو په ضرورت ټینګار وکړ.
د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند مشر نواز شریف یو ځل بیا د هند او افغانستان په ګډون له ګاونډیانو سره د اړیکو د ښه کولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
دغه سیاستوال په لاهور کښې د خپل ګوند د پارلمانی پلاوی غونډې ته په خطاب کښې وویل: زما په وخت کښې لومړی وزیر نریندرا مودی او پخوانی لومړی وزیر اتل بیهاری واجپایی پاکستان ته سفرونه وکړل.
هغه له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو د ښه کولو په ضرورت باندې په ټینګار سره زیاته کړه: پاکستان هم باید له ایران او چین سره خپلې اړیکې ښې کړی.
د مسلم ليګ -نواز مشر دا هم ويلي دي چې د هغو کسانو احتساب به کوي کوم چې دا ملک تباه کری دی
د هغه په وینا، پاکستان له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۷ پورې سوکاله او ښه اقتصاد درلود، خو له هغه وروسته پاکستان د بې کاره خلکو په لاس کې پاتې شو.
له څلور کلن جلاوطنۍ وروسته پاکستان ته د هغه له راستنېدو وروسته دا دوهم ځل و چې نواز په عامه توګه د هغه د ګوښه کولو اعلان وکړ چې د دې مسؤولینو سره حساب کتاب کوي.
نوموړي پر پخوانيو جنرالانو او قاضيانو د درواغو دوسيې په جوړولو تورنې کړې وې.
باید وویل شي چې نوموړی په دې وروستیو کې د پاکستان د یوې محکمې له خوا برائت شوی و.