اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

نن یو ځل بیا په انلاين بڼه پاسپورټ ته د نوم ليکنې اعلان شوی

د طا-لبانو د کورنيو چارو وزارت اړوند د پاسپورټ ریاست ژمنه کړې، چې نن به په انلاين بڼه د پاسپورټ لپاره د نوم ليکنې لړۍ پيل کړي.

د تاند د رپوت له مخی، د پاسپورټ ریاست د اعلان په اساس، د پاسپورټ ریاست فعاليت به سمدستي په کابل کې پیل شي او په ولایتونو کې به خلک ورڅخه نه برخمن کېږي.
ويل شوي، چې د ټولو ولايتونو خلک په پیلیدونکې انلاين نوم لیکنه کې ګډون کولای شي.
له دې سره، د پاسپورټ ریاست وېب پاڼه به د ورځې تر دوه زره پورې انلاين غوښتنليکونه ومني.
طا-لبانو تېره اونۍ هم په کابل کې پاسپورټ اخيستلو ته د انلاين نوم لیکنې د پیل اعلان کړی و، خو دا ژمنه عملي نه شوه.
د طا-لبانو له واکمنیدو سره په میلیونونه افغانان د اقتصادي فقر او د طالبانو د ځپونکو قیوداتو له کبله د هېواد پريښودو په تکل کې دي.
له دې سره، د پاسپورټ اخيستلو چارې ستونزمنې شوي او د پراخ فساد ادعاوې پکې کیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا