دید خبری آژانس: د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا غونډه نن چهارشنبه (د دلو ۲۵مه) د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې جوړېږي.
د منځنۍ اسيا لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي تيري هاکلا او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکولاسن قرغزستان ته تللي دي.
د اروپايي ټولنې استازي د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا د ځانګړي استازي په غونډه کې ګډون کوي او د علاقې وړ موضوعاتو په اړه د نظر تبادله کوي.
برسېره پر دې، دوی به له دولتي چارواکو او د مدني ټولنې له غړو سره ګڼې ناستې ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان د مسئلې په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب دوحه دویمه ناسته ترسره شي.