اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

ننګرهار کې نږدې ۵۰۰ ټنه د ځمکني توتانو حاصلات راټول شوي دي

دید خبرې آژانس: د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د ځمکني توتانو۴۸۰ ټنه حاصلات راټول شوي دي.

د یاد ریاست رییس مولوي محمد ولي محسن ویلی، چې سږ کال د ننګرهار په سره رود، خوږیاڼو، کوټ او دره نور ولسوالیو کې پر ۳۵۶ جریبه ځمکې ځمکني توتان کرل شوي وو.

د نوموړي په وینا، تېر کال په یاد ولایت کې یوازې پر ۲۳۵ جریبه ځمکه کې ځمکني توتان کرل شوي وو، چې ۳۱۷.۵ مټریک ټنه حاصل یې ورکړی و.

همداراز، د ننګرهار یو شمېر کروندګر وایي، چې ځمکني توتان د کوکنارو لپاره یو ښه بدیل دی، ځکه دا بوټي ښه بازار لري او ورځ تر بلې ورته تقاضا زیاتیږي، چې له امله یې د کروندګرو عواید لوړ شوي دي.

د کرنې ریاست چارواکي وايي، هڅه کوي د بدیلو معیشتي بوټو لکه ځمکني توت، زعفران او سبزیجاتو کرکېلې ته وده ورکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا