ننګرهار کې د کلدارو له کارونې د مخنیوي کمپاین پیل شوی
دید خبرې آژانس: د ننګرهار په پاتې محدودو سیمو کې د پاکستانۍ کلدارې د مخنیوي کمپاین پیل شوی دی.

سیمه ییز مسوولین وایي، د پاکستانۍ کلدارې د مخنیوي لپاره یې له بېلابېلو ادارو ګډ کمیسیون جوړ کړی چې پر مټ به یې د پاکستانۍ کلدارې مخنیوي او افغانیو بشپړ ترویج ته کار کوي.
مومندره، دوربابا، سپین غر، نازیان، غني خېل، اچین او لعلپوره د ننګرهار له هغو ولسوالیو دي چې لا یې هم ځایي خلک په محدود ډول پر پاکستانۍ کلدارې راکړه ورکړه کوي.
د دغه ولایت سیمه ییز مسوولین وایي، د پاکستانۍ کلدارې د مخنیوي لپاره یې د افغانستان بانک، صنعت او سوداګرۍ، جلال اباد ښاروالۍ، کانونو، اطلاعاتو او کلتور، سرحدونو او قبایلو چارو ریاستونو او له امنيې قوماندانۍ یې ګډ کمیسون جوړ کړی چې پر مټ به یې د دغه ولایت په پاتې سیمو کې هم پاکستانۍ کلداره بنده او افغانۍ ترویج کړي.
د ننګرهار مرستیال والي، عزیز الله مصطفی په دې اړه وايي: (په ولایت کې مو د والي صیب په مشرۍ مو یوه کمېټه وټاکله؛ تر څو په هغو ولسوالیو کې چې کالدارې چلېږي، هلته باید افغانۍ ترویج کړو تر څو زمونږ د افغانۍ ارزښت پر ځای پاتې شي؛ تر څو پر خپلې ملي کرنسۍ باندې راکړه-ورکړه وکړو.)
د پاکستانۍ کلدارې د مخنیوي او افغانیو د ترویج کمیسیون دغه راز پرېکړه کړې چې پر پاکستانۍ کلدارې راکړه ورکړه کوونکي دې د راتلوونکې ١٤٠٤ لمریز کال د وري تر ٣٠ مې نېټې خپل حسابونه په بشپړ ډول پر افغانیو بدل کړي څو یې پر وړاندې جدي ګامونه پورته نه شي.