ادبیاتاسلایدشوافغانستانخبر

ننګرهار کې د التقوا نړیوال علمي څېړنیز کنفرانس پیل شو

دید خبرې آژانس: د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې”د افغانستان په دوامداره اقتصادي وده کې د کورني اقتصاد رول” تر سر لیک لاندې د التقوا نړیوال علمي څېړنیز کنفرانس د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم او د ننګرهار بېلابېلو امارتي ادارو او یو شمېر نورو مسوولینو په شتون کې پیل شو.

سرچینې ویلي، چې په دغه علمي نړیوال کنفرانس کې به د انګلستان، استرالیا، ایتوپیا، اندونیزیا، هندوستان، ایران، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو استازي، څېړونکي او علمي شخصیتونه په حضوري او انلاین ډول ګډون وکړي او خپل علمي نظریات به وړاندې کړي.

د سرچنیې په وینا، د دغه کنفرانس اصلي موخه د اسلامي اصولو په رڼا کې د کورني اقتصاد د بنسټونو پیاوړتیا، د کورني تولیداتو ملاتړ او د ځان بسیاینې پر لارو چارو تمرکز دی.

د یادونې وړ ده، چې دغه کنفرانس به درې ورځې دوام وکړي، چې له امله به یې د علمي څېړنو، اقتصادي پالیسۍ او تطبیقي تجربو ترمنځ اغېزناکه همغږي رامنځته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button