ننګرهار کې درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
دید خبرې آژانس: په ننګرهار ولایت کې کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه درې ورځنی نندراتون پرانیستل شو.
د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رييس، سید عبدالبصیر پاچا وايي: (هدف د دې دا دی، چې څنګه تولیداتو لپاره بازار موندنه شي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت همدا هدف دی او دا درېیم نندارتون دی، چې په ننګرهار ولایت کې ترسره کېږي او ښه مثبته نتیجه یې ورکړې ده.)
د ننګرهار د کرنې رييس، محمد ولي محسن هم و ویل: (د یاد شوي نندارتون موخه د افغانستان د کرنیزو، د مالدارۍ تولیداتو لپاره بازار موندنه او تولیدونکو هڅونه ده.)
د دغه نندرتون د سل غرفو له ډلې ځینې غرفې د کرنیزو محصولاتو اړوند دي.
کورني صنعتکاران د سرپرست حکومت له مسوولینو د دوی د ستونزو حل په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
سیمهییز مسوولین وايي په ننګرهار کې د پانګونې لپاره شرایط او اړینې اسانتیاوې یې برابرې کړې دي.
دوی له پانګه والو او کورنیو صنعتکارانو غواړي چې دغه ولایت کې له شتو فرصتونو په ګټنې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
د ننګرهار مرستیال والي، عزیز الله مصطفی په دې اړه وايي: (له تجارانو ورونو څخه مو هیله ده چې په نورو هېوادونو کې یې پانګونه کړې د هغوی پام راجلب کړئ؛ تر څو په افغانستان کې پانګونه وکړي.)
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ امنیتي چارو مرستیال، محمد طاهر مبارز هم وايي: (تاسو ته اطمینان او ډاډ درکوو، ستاسو د مال، سر، عزت، مارکېټ او د تولیداتو د ټولو ساتنه مونږ کوو او د سر په قېمت یې کوو.)
دا پداسې حال کې ده چې ځینې کورني تولیدونکي په ځینو برخو کې د هېواد بسیاینې خبره کوي خو له ګاونډیو هېوادونو د ورته توکو واردات، اومو توکو او برښنا نشتوالی خپلې سترې ستونزې ګڼي.