افغانستانامنیت او حوادثخبر
ننګرهار کې توپاني باران؛ یو تن وژلی او ۳۲ نور یې ټپیان کړي
دید خبرې آژانس: جلالاباد ښار کې د تېرې ورځې سخت توپاني باد او باران له امله یو تن مړ او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رئیس مولوي سیفالله خالد باختر اطلاعاتي آژانس ته ویلي، چې ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي.
نوموړي زیاته کړه، چې سخت باد او باران د ښار بېلابېلو برخو ته زیان اړولی، چې له امله یې لسګونه ونې، دوه مخابراتي پایې، سولري شیشې او یو شمېر نور تجهیزات غورځېدلي او تخریب شوي دي.
د چارواکو په وینا، د باران شدت په ځینو سیمو کې د سړکونو د بندېدو لامل شوی و، خو د ښاروالۍ تخنیکي ټیمونو پر مټ د اوبو د جمع کېدو سیمې پاکې او عمومي لارې یې بېرته خلاصې شوې دي.