افغانستانروستي خبرونه

ننګرهاریان په داعش پسې راپاڅېدل

په ختیځ ننګرهار ولایت کې سیمه ییز حکومتي چارواکي وایي، د ځایي خلکو او د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش والو ترمنځ خونړی نښتې رامنځته شوي او په ټرڅ کې یې ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي.

د ننګرهار ولایت مقام له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسواليو اړوند سيمو کې تيره ورځ د سيمې خلکو او داعش وسله والو ترمنځ جګړه رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې ۲۴ داعش وسله وال وژل شوي او پنځه ژوندي نيول شوي.

د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مسئولينو د معلوماتو له مخې د خوږياڼو زون اړوند تنګي، انارخيل او سليمان خيلو سيمو کې تيره ورځ د سيمو اوسيدونکو او داعش وسله والو ترمنځ جګړه رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې ۲۴ داعش وسله وال وژل شوي.

د مسئولينو په وينا په ورته وخت کې طالب وسله والو پنځه داعشيان ژوندي نيولي او له ځان سره يې بيولي دي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو طالبانو ترمنځ خپل منځې نښتې په داسې حال رامنځته کیږي چې     د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو او نورو وسله والو د ځپلو په موخه افغان امنیتي ځواکونه د ننګرهار په یو شمېر نا امن ولسوالیو کې په چاڼیزو عملیاتو بوخت دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا