اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

ننګرهاريان: د غلو او طا-لبانو پېژندنه نه کیږي

دید خبرې آژانس: د ننګرهار يو شمېر اوسېدونکو د طا-لبانو د سل کسيزې موټرسایکل سپرو د قطعې جوړېدو ته په اشارې سره وایي، چې په دغه ولایت کې د وسله والو غلو او د طا-لبانو د دغه قطعې د طا-لب غړو تر منځ پېژندنه سخته ده.

د ننګرهار اوسېدونکي عطاالله نقیبي افغانستان انټرنشنل ته ویلی چې طا-لبان یوازې د نندارې لپاره نظامي لباس په تن کوي؛ خو د تالاشیو پر مهال یې د عامو وګړو په څېر جامې او لونګۍ په سر کړې وي، چې له غلو سره یې توپیر نه کیږي.

نوموړی وايي: “نظامي لباس، رینجر موټر او دولتي وسله د یوه رسمي پولیس شناخت دی؛ خو دا چې دوه طا-لبان له کلاشینکوفونو سره په موټرسایکل سپاره وي، موږ ته څه معلومات کیږي، چې دا غله دي که طا-لبان؟”

د نقیبي په خبره، چې په ننګرهار کې وخت ناوخت د طا-لبانو په جامه کې انسان تښتونې هم شوې دي.

په ننګرهار کې د طا-لبانو امنيه قوماندان د يکشنبې په ورځ د ښار د ۹ حوزو لپاره د موټر سایکل سپرو طا-لبانو سل کسيزه ګرځنده قطعه په نمايشي ډول خلکو ته وښودل.

د ننګرهار د طا-لبانو امنيه قوماندانۍ مرستيال محمدطاهر مبارز رسنيو ته ويلي، چې دا اقدام يې د امنيت د ټنګښت، د وسله والو غلو او جنایي پېښو د مخنيوي په موخه تر سره کړی.

د ننګرهار تر څنګ په ډېرو ولایتونو کې یو شمېر وسله وال پر موټر سایکل هدفي بريدونه او وسله والې غلاوې کوي.

په ننګرهار کې د موټرسایکل سپرو د دې سل کسيزې قطعې په جوړېدو خلک اندېښنه لري، چې که طا-لبان په شخصي جامو کې ګزمې او تلاشۍ ترسره کړي له غلو سره سره د پېژندلو توپير به ورته سخت وي.

په ډېرو سيمو کې د طا-لبانو امنيتي کسان په شخصي جامو کې د تلاشۍ په نوم ان د خلکو شخصي ټلیفونونه هم ګوري.

ننګرهاريان د دې قطعې جوړېدل د خلکو د ځورونې یو بل ګام یادوي.

د ننګرهار د طا-لبانو د قوماندانۍ مرستيال زیاتوي، چې له دې وروسته به د دې ولایت په ۲۲ ولسواليو کې هم د امنيت د ټينګښت لپاره ورته قطعې جوړې کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا