نظري: عصري علوم ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال کابل کې د پوهنې وزارت د ساینس ستوري په نوم جوړو شویو مراسمو کې ویلي، عصري علوم په هېواد کې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.
عبداللطیف نظري هېواد کې د لوړو زده کړو پر اهمیت په ټینګار سره ویلي، له ځینو بندیزونو سربېره سرپرست حکومت له نشه يي توکو او فساد سره د مبارزې په ګډون په بېلابېلو برخو کې ښه پرمختګونه کړي دي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري و ویل: « سره له دې چې پر موږ بندیز دی، زموږ د هېواد پانګه کنګل شوې او بانکي بندیزونه شته، تاسو پوهیږئ چې نن ورځ د پیسو د پولي ثبات ساتنې، د بیو مهارولو، صادراتو زیاتوالي، فساد او نشه یي توکو لمنځه وړلو په برخو کې سیمه کې د یوه حکومت بېلګه یو.»
دغه پروګرام کې په کابل کې د ايران سفارت فرهنګي اتشه د فرهنګي او ښوونیزو برخو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د ګاونډيو او اسلامي هېوادونو ترمنځ همغږي او همکاري مهمه بولي.
کابل کې د ایران سفارت فرهنګي اتشې، سید روح الله حسیني و ویل: « موږ باید د واحد امت په لور روان شو، خدای مو یو دی، پېغمبر مو یو دی او قبله مو یوه ده. ځینو مسایلو کې اختلاف شته خو دا د دعوې ځای نه دی.»
د ترکيې د همکارۍ او همغږۍ بنسټ رییس هم دغه پروګرام کې وايي، ترکيه له افغانستان سره په بېلابېلو په ځانګړې توګه د پوهنې په برخه کې همکاري کوي.
د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ بنسټ رییس، فاضل اکن اردوغان وایي: « موږ د ښوونځیو د بیارغونې په برخه کې ډېرې پروژې بشپړې کړي او د وړتیا لوړونې په برخه کې مو هم کار کړی دی. دا پروګرام مو هم د ساینس له مرکز سره په همغږۍ پیل کړی و، چې له ډلې یې درې تنه د ساینس ستورو په توګه غوره کوو.»
د پوهنې وزارت د مسوولینو په خبره، دغه پروګرام کې د هېواد له ګوټ ګوټه زده کوونکو ګډون کړی و چې، درې تنه یې د دولتي ښوونځیو د ساینس ستورو په توګه ټاکل کیږي.