اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورمهم مطالب

نصیر احمد اندېشه:د دوحې په غوڼډه کې خلک حضور نه لري

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي د طا-لبانو په فرمایش د دوحې د دریمې ناستې پر تنظیم او جوړولو نیوکه کوي.

نصیر احمد اندېشه په یوه مقاله کې لیکی، چې په دې غونډه کې له افغان ولس، د طالبانو مخالفینو، ښځو، مدني ټولنو او ځوانانو پرته نور ټول لوبغاړي ګډون لري.

نصیر احمد اندېشه د Just Security په نشریه کې په یوه مقاله کې لیکلي، چې د دوحې د غونډې په اړه د سیمې د هېوادونو، ملګرو ملتونو او امریکا ترمنځ د نظر اختلاف موجود دی. هغه ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه او نور اړخونه د دوحې ناستې د کړنلارې، اجنډا او ګډونوالو په اړه د طا-لبانو شرطونه پلي کوي.

ښاغلي اندېشي وويل، چې د طا-لبانو د سپينولو او بدلون هڅې ناکامې شوې، ځکه د ده په باور طا-لبان نه دي بدل شوي.

هغه لیکلي، چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د وړو مسلو ته د دغه هیواد د وګړو د اساسي حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په پرتله لومړیتوب ورکړی دی.

دغه ډيپلوماټ د دوحې په غونډه کې د بېلابېلو طبقو شتون مهم وباله او ويې ويل، چې په افغانستان کې د سولې او امنيت د ټينګښت لپاره د خبرو اترو په مېز کې د ټولو سياسي طبقو ګډون ته اړتيا ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي په دې مقاله کې لیکلي دي چې طا-لبانو د دا/عش خراسان او القا/عدې په ګډون د سیمې او نړۍ تروریستي ډلو ته مناسب ایډیالوژیکي او عملیاتي چاپیریال برابر کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا