اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

نریندرا مودي سبا روسیې ته ځي

دید خبرې آژانس: نریندرا مودی؛ د هند لومړی وزیر سبا (دوشنبه د جولای ۸مه) په دوه ورځني سفر روسیې ته ځي.

د تأس خبري آژانس د خبر له مخې، د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې مسکو ته به د نریندرا مودي سفر پلان به پراخ وي او د دواړو هېوادونو مشران به غیر رسمي خبرې هم ولري.

دیمیتري پیسکوف دا هم وویل چې دا سفر د روسیې او هند اړیکو لپاره «ډېر مهم» دی.

د يادونې ده، چې د ښاغلي مودي دغه سفر رسمي او د دوو ورځو لپاره (د جولای له ۸ تر ۹) دی.

د کرملین ویاند ددې سفر په اړه زیاته کړې، چې د هند او روسیې اړیکې د «ستراتیژیکو همکاریو» په کچه دي.

نوموړی زیاتوي چې د دغه سفر په ترڅ کې به د هند لومړى وزیر او ولادیمیر پوتین او په هغو غونډو کې چې د پلاوي په ګډون ترسره کېږي، پر بېلابېلو مسایلو به خبرې وکړي.

دا د هند د لومړي وزیر په توګه د پرله پسې دریمې دورې لپاره له لوړې کولو وروسته د نریندرا مودي لومړی سفر دی.

د هند لومړي وزیر وروستی ځل په ۲۰۱۹ کال کې د روسیې په ختیځ کې ولادي وستوک ته تللی و.

 مودي مسکو ته  وروستى سفر په ٢٠١٥کال کې کړى  و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا