ندیم: دا نظام یوازې د طالب او ملا نه دی
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم نورستان ولايت کې يوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي: «دا نظام یوازې د طا-لب او ملا نه دی، بلکې د افغانستان ټول مسلمانان په کې شریکان دي.»
نوموړی وايي، چې د طا-لبانو نظام د ټولو قشرونو، سمتونو او ولسونو ګډ نظام دی او هېڅ یو مشخص قشر، قوم او سیمې پورې محدود نه دی.
ندیم چې په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو جنګیالي مجاهدین یاد کړي همداراز وایي، چې د افغانستان ټول ولسونه په تېر شل کلن (جهاد) کې شریک دي، ځکه دوی ټولو په بېلابېلو اړخونو کې (جهاد) کړی دی.
د طا-لبانو د لوړو زده کړو وزیر زیاتوي: «جهاد څو اړخونه لري، که څوک له کافر سره مخامخ جګړې وکړي مجاهد دی، که څوک له مجاهد سره ملګرتیا وکړي هغه هم مجاهد دی، که څوک له مجاهد سره مرستې وکړي او ان چې په اخلاص سره دعا ورته وکړي هغه هم مجاهد دی.»
دغه طا-لب چارواکي په نورستان ولايت کې یادې غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې د افغانستان په ولسونو کې لږ شمېر کسانو زندانونه نه دي لیدلي او یا یې د کورنۍ غړي له لاسه نه دي ورکړي.
ښاغلی ندیم دا هم وایي، چې په تېرو وختونو کې ډېری افغانان په لارو کې د اربکیانو او امریکایانو له خوا ځورول شوي دي.
د طا-لبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وایي، هر افغان چې د جهاد ادعا کوي ریښتیا وایي، خو د جهاد درجې بیا توپير لري.
هغه وايي: “هغو کسانو چې په ځان پسې بمونه تړلي، د موټر بم برید ته چمتو شوي او په سنګرونو کې جنګېدلي درجې یې لوړې دي.”
ندا محمد ندیم په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې پر طالبانو نیوکې کیږي چې له طا-لب، ملا او دوی ته د نږدې کسانو پرته نور څوک په دندو نه ګوماري.
څه موده مخکې د منځني ختیځ څېړنیز انسټیټیوټ هم په یو راپور کې لیکلي و، چې د طالبانو د ۱۱۳۷ مشرانو او لوړ پوړو چارواکو له ډلې څخه ۸۹۱ تنه یې پښتانه، ۵۳ تنه یې تاجکان، ۲۸ یې ازبکان او ۶ نور یې هزاره ګان دي.
اخوا پر طا-لبانو نیوکه کوونکي وايي، چې له دغې ډلې څخه د نورو قومونو د قوماندانانو پرېکون د طا-لبانو تر منځ د ژورو اختلافونو بېلګه ده او دا چې دغه اختلافونه نن سبا ډېر ژور شوي دي.
د طا-لبانو د مشر هبت الله اخوندزاده په ګډون ډېر شمېر طالب مشرانو په وار وار د طالبانو ترمنځ په یووالي، اخلاص، تقوا او اطاعت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې له خپلمنځیو اختلافونو باید لاس په سر شي.