اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

نبیل: په افغانستان کې قومي توپير له پامه غورځول خیانت دی

دید خبرې آژانس: د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر په افغانستان کې د توکمیز تبعیض له پامه غورځولو هڅې «خیانت» وبللې.

رحمت الله نبیل په دايکنډي کې د ١٤ هزاره ګانو وژنې ته په اشارې سره وويل، چې هزاره ګان تل له پلان شوي توپیري چلند او بې عدالتۍ سره مخ شوي.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د غور او دایکنډي ولایتونو ترمنځ د قرودال په کلي کې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې ۱۴ هزاره ولسي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د سیمې د خلکو په وینا قربانیان ټول هغه نارینه دي چې غور ولایت ته د اربعین زیارت کوونکو د هرکلي لپاره تللي وو.

دا/عش ډلې د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې د دغه برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې ۱۴ ملکي وګړي په کې وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

رحمت الله نبیل د شنبې په ورځ په دایکنډي کې پر هزاره ګانو د برید په تړاو په خپله ایکس پاڼه کې خبر خپور کړ او ویې ویل، چې «هزاره ګان د تاریخ په اوږدو کې د خپل قوم او مذهب له امله له پلان شوي تبعیض او پراخ ظلم سره مخ شوي دي.»

هغه د نورو توکمونو، په ځانګړې توګه د ازبکو او ترکمنانو پر وړاندې د توپیري چلند یادونه هم وکړه او ویې ویل «موږ باید پرېنږدو چې ریښتیا پټ شياو یا کم و زیات شي.»

د بشري حقونو د څار سازمان وړاندې ویلي وو، چې د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې دا/عش د هزاره ګانو پر ضد د لږ تر لږه ۱۷ بریدونو مسوولیت منلی، چې تر ۷۰۰ ډېر کسان یې وژلي او ټپیان کړي دي.

د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان کې د هزاره ګانو هدفي وژنې د «هزاره نسل وژنې» د پیژندلو لپاره نړۍوالې هڅې ګړندۍ کړې دي.

تر دې مخکې د امریکا د مدافع وکیلانو ټولنې یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې له هېوادونو یې وغوښتل چې په افغانستان کې د «هزاره نسل وژنه» په رسمیت وپېژني.

د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکي باري په خپله یوه مقاله کې لیکلي، چې طا-لبانو د تېر حکومت په څېر د هزاره ګانو او د ټولنې د نورو زیانمنونکو طبقو د ساتنې لپاره لازم ګامونه نه دي کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا