اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

نبیل: په افغانستان کې سیاسي مشران کمزوري وښوده

دید خبرې آژانس: د ملي امنیت پخوانی رییس وایي، د افغانستان پرځېدو د بهرنیانو له ملاتړ پرته د یوه با ثباته نظام په جوړېدو کې د سیاسي مشرانو کمزوري وښوده.

رحمت الله نبیل په اېکس کې لیکلي: «د افغانستان د پرځېدو یو مهم درس دا دی چې د خلکو د باور ترلاسه کول او سیاسي مشروعیت تر نړیوالو مرستو مهم دي.»

سره له دې چې ښاغلی نبیل د طا-لبانو سرسخت مخالف دی، خو د تېر جمهوري نظام پر چارواکو هم نیوکه کوي او وايي «له مبارزې پرته له افغانستان ووتل او طا-لبان بیا واک ته ورسېدل.»

نوموړي تر دې وړاندې ویلي و، چې د تېر حکومت لوړپوړو چارواکو په دوحه کې د طا-لبانو او امریکا ترمنځ د تفاهم ضمایم پټ ساتلي وو.

رحمت الله نبیل له دغو نیوکو سره سره له ملګرو ملتونو هم غوښتي و، چې د طا-لبانو پر ځای د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو خوا ونیسي.

که څه هم پر افغانستان د طا-لبانو له واکمنېدوخه درې کاله تېریږي، خو دغه ډله د بشري حقونو د نقضولو او ترهګرۍ ته د لمن وهلو په تور هېڅ یوه هېواد هم په رسمیت نه ده پېژندلې.

د بښنې د نړیوال سازمان په ګډون ډېری ادارې او هېوادونه پر طا-لبانو تور پورې کوي، چې د نړیوالو قوانینو خلاف له بشري حقونو په پر له پسې توګه سرغړوونې کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا