اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

نبیل: ملګرو ملتونو طا-لبانو ته تسلیم شوي

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل وایي، چې ملګرو ملتونو د دوحې په درېیمه ناسته کې د ښځو او د مدني ټولنې په منزوي کولو خپل منشور سره څرګند خیانت کړی ده او طا-لبانوغوښتنو ته تسلیم شوي.

رحمت الله نبیل په خپل اېکس کې لیکلي، چې ملګرو ملتونو په دې پرېکړې سره له خپل منشور سره څرګند خیانت کړی.

ښاغلي نبیل دغه راز لیکلي، چې ملګري ملتونه په پرله پسې ډول د طا-لبانو غوښتنو ته تسلیم شوي او د افغانانو اساسي بشري حقونه او هیلې یې له پامه غورځولي دي.

نوموړی زیاتوي: «د ملګرو ملتونو په منشور کې په اساسي بشري حقونو، انساني کرامت او لوړ ارزښت او د نارینه او ښځو پر مساوي حقونو ټینګار شوی او دغه سازمان په افغانستان کې د دغو اصولو په ساتلو کې پاتې راغلی دی.»

د ملي امنیت پخواني مشر د ښځو پروړاندې د طالبانو له خوا جنسیتي توپير ته هم په اشارې سره وویل، چې افغان مېرمنې د سیستماتیک جبر له کړکېچن ناورین سره مخ دي.

نوموړی له ملګرو ملتونو سره د ښځو او د بشري حقونو د فعالانو د رسمي اړیکو د ځنډولو غوښتنه کوي.

ښاغلی نبیل وایي: «دا تعلیق باید تر هغه دوام وکړي تر څو چې ملګري ملتونه او مشرتابه یې د افغانستان د خلکو په وړاندې خپل دوه ګونی معیارونه سم نه کړي او د ملګرو ملتونو د منشور اصولو ته په څرګنده توګه درناوی وکړي.))

رحمت الله نبیل دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د فرانسې خبري اژانس د ډيپلوماټیکو سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې، د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغان مدني ټولنې استازو ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

ویل کیږي، چې په دغه غونډه کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي هم ګډون ونه کړي.

د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته چې تر راتلونکو څو ورځو د ملګرو ملتونو په کوربتوب په قطر کې ترسره کیږي، طا-لبانو هم پکې د ګډون پرېکړه کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا