نبیل: سراج الدین حقاني به د افغانستان په احمد جولاني بدل شي
دید خبرې آژانس: رحمت الله نبیل وايي، داسې ښکاري چې د حقاني شبکي مشر او د طا-لبانو د کورنیو چارو وزیر به په یوه مناسب وخت کې په لږ اختلاف د افغانستان احمد جولاني جوړ شي.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د یک شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۵مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې ښايي په لږ مخالفت سره سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د سوریې محمد جولاني باندې بدل شي.
د افغانستان انترنشنل د خبر له مخې، نبیل وايي، دا بدلون به یوازې د افغانستان په داخلي شرایطو پورې نه وي تړلی، بلکې د هېواد د لویدیز ګاونډي په راتلونکي او په منځني ختیز کې د نوي نظام د رامنځته کېدو له امله د رامنځته شویو کړکېچونو د له منځه وړو په وړتیا پورې هم اړه لري.
خو نوموړی وايي، د اوس لپاه چې کوم څه ارزښت پیداکړی، هغه په سیمه ییزو معادلو کې د افغانستان بدلیدونکی دریځ دی.
نبیل وايي:«د یوې ستراتیژیکې جغرافیا په توګه، افغانستان تر ډیره حده خپل عنعنوي ارزښت له لاسه ورکړی او رول یې د سیمه ییزو پرمختګونو او د ګاونډیانو په چلند پورې تړلي تغیبر ته راټیټ شوی. په حقیقت کې په افغانستان کې پرمختګونه یوازې د داخلي پرېکړو محصول نه دي، بلکې په مستقیم ډول د سیمه ییزو سیالیو او شخړو تر اغېز لاندې دي.»
رحمت الله نبیل په منځني ختیز کې بدلونونو ته په اشاره ویلي چې یادو بدلونونو د افغانستان راتلونکی نور هم پیچلی کړی دی.
د دغه پخواني افغان چارواکي په نظر، د افغانستان برخلیک یوازې د داخلي ډلو په اراده نه، بلکې په سیمه کې د کلیدي قدرتونو په چلند پورې اړه لري.