اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

نبیل: افغانستان د نویو ننګونو او کړکیچونو د زیږد په درشل کې دی

دید خبرې آژانس: د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر د هېواد په روان وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي:«د افغانستان وضعیت د ایرو لاندې د خوګلن په څېر دی؛ هره شېبه امکان شته، چې د خونړي ناورین په توګه را څرګند شي.»

رحمت الله نبیل نن پر اېکس خواله رسنۍ خپور کړي پیغام کې لیکلي، چې په افغانستان کې په ظاهره وضعیت ارام، خو په اصل کې د نویو ننګونو او کړکیچونو د زیږد په درشل کې دی.

نوموړی وایي: «له بده مرغه، د افغانستان وضعیت د ایرو لاندې د خوګلن په څېر دی؛ په ظاهره آرام، خو په اصل کې د نویو ننګونو او کړکیچونو د زیږد په درشل کې دی، چې هره شېبه یې امکان شته چې د خونړیو او ویجاړوونکو ناورینونو په څېر را څرګند شي.»

په افغانستان کې د طا-لبانو زور زیاتی او بېلابېلو ترهګرو ډلو ته د یادې ډلې له خوا د امن ځای ورکول د سیمې د هېوادونو په ګډون نړۍوال اندېښمن کړي دي.

که څه هم طا-لبانو په وار وار دا ادعاوې چې ګواکې افغانستان د سیمې د امنیت لپاره ګواښ دی ردوي، خو د امریکا په ګډون بیا ډېری هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له مېشت کېدو اندېښمن دي.

دوه ورځې وړاندې د پنټاګون ویاند پاټریک رایډر وویل، چې په افغانستان کې بېلابېلې ترهګرې ډلې فعالیت لري.

هغه ټینګار وکړ، چې امریکا د سیمې او په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د خپل ملي امنیت د ساتنې او د ترهګرۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره له نږدې کار کوي.

د نوموړي په وینا، د امنیتي ګواښونو د مخنیوي او د ټیکاو راوستو په موخه له سیمې نږدې څارنه اوس هم د دوی لومړیتوب دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په یو راپور کې ویلي، چې دا/عش او القا/عده د افغانستان له اوسني وضعیته د بیا را پورته کېدو لپاره کار اخلي.

د امنیت شورا همدارنګه ویلي؛ دا/عش ډله هڅه کوي، څو منځنۍ اسیا ته ځان ورسوي.

له دې سره، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني هم څو ورځې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې ښایي له افغانستانه د سپټمبر د ۱۱مې په څېر بل برید هم ترسره شي.

هغه وویل، نړۍوالو افغانستان هېر کړی، او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې «دا/عش د سیمې او نړۍ لپاره یوه لویه ننګونه ده.»

خو طا-لبانو بیا د نوموړي د څرګندونو په غبرګون وویل، چې افغانستان د هیڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی.

یادې ډلې په وار – وار ویلي؛ هېڅ کومې ډلې ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا