دید خبرې آژانس: د روسیې د بهرني استخباراتو سازمان رییس، سرګی نارېشکین ویلي، چې لوېدیځ هېوادونه د ناامنۍ د رامنځته کولو او د خپلو جیوپولیتیکي موخو د ترلاسه کولو په موخه د افغانستان د سرپرست حکومت له مخالفینو ملاتړ کوي.

نارېشکین چې په باکو کې یې یوې غونډې ته خبرې کولې، افغانستان یې یو مهم جیوپولیتیکي هېواد وباله او ټینګار یې وکړ چې لوېدیځ غواړي دغه هېواد د ګډوډۍ په حالت کې وساتي.
هغه زیاته کړه: «لوېدیځې استخباراتي ادارې هڅه کوي، چې د افغان حکومت له ضد قوتونو ملاتړ وکړي. په دغه هېواد کې د بېثباتۍ د ساتلو لپاره د لوېدیځ لېوالتیا، د هغوی د جیوپولیټکي سټراټېژیکه یوه برخه ده، له دغو اغېزو سره مبارزه به د افغانستان د ژوند لار همواره کړي.»
ورته مهال، د روسیې د سترې محکمې له خوا د طالبانو نوم د ترهګرو له نوملړه د لنډ مهال لپاره لرې شوی، چې کارپوهان دا یو ازمایښتي اقدام بولي، نه دایمي پرېکړه.
دغه څرګندونې پر داسې مهال کېږي، چې یوه ورځ وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي هم له کابل سره د رسمي تعامل د لېوالتیا خبر ورکړی و.
روسیه له هغو مهمو سیمهییزو هېوادونو ده، چې له وړاندې یې له سرپرست حکومت سره د دوامدار تعامل ملاتړ کړی او تازه یې د دې بهیر د اسانتیا لپاره قانوني خنډونه هم لرې کړې دي.