اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهنړۍ

مېلر: هېوادونه باید د طا-لبانو پر چارواکو د سفر بندیز رعایت کړي

دید خبرې آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر وایي، هېوادونه باید د طالبانو پر چارواکو د سفر بندیز رعایت کړي.

مېلر پرون ناوخته متحده عربي اماراتو ته د طالبانو د کورنیو چارو د سرپرست وزیر د سفر په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، هېوادونه باید د طالبانو د هغو چارواکو د سفرونو لپاره اجازه ترلاسه کړي چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې دي.

د هغه په وینا، د سفر د معافیت په اړه دغه اجازه د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د ۱۹۸۸ پریکړه لیک له مخې ورکول کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه باید دغه بهیر ته پام وکړي.

د طا-لبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د سه شنبې په ورځ واک ته د طا-لبانو له بیا رسېدو وروسته په لومړي بهرني سفر متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

هغه په ابوظبۍ کې د اماراتو له امیر شیخ محمد بن زاید آل نهیان او نورو چارواکو سره وکتل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دواړو لوریو د متقابلو ګټو او همکاریو د پراختیا پر لارو چارو او د سیمې له ثبات سره د مرستې په تړاو خبرې کړې دي.

دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې سراج الدین حقاني لا هم د امریکا له خوا د تعقیب لاندې کسانو په ډله کې دی او پر سر یې لس میلیونه ډالره جایزه ایښودل شوې ده.

دغه جایزه لا هم د امریکا د عدلیې وزارت په ویبپاڼه کې لیکل شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا