اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

مېلر: طا-لبان مونږ ته ډاډ راکړی

دید خبرې آژانس: امریکا پر طا-لبانو غږ کړی، چې دغه ډله دې ډاډ ورکړي چې ترهګریز بریدونه له افغانستانه نه کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر په یوې خبري ناستې ته په ټینګار سره وویل، طا-لبان دې د خپلې ژمنې سر سم ډاډ ورکړي چې ترهګریز بریدونه د افغانستان له خاورې نه ترسره کېږي.

هغه وویل، د پاکستان خلکو د بنسټګرو او ترهګرو له‌خوا ډېر کړاوونه زغملي او د سیمې امنیت ته د ورپېښو ګواښونو سره د مقابلې لپاره د پاکستان خلک ګډې ګټې لري.

همدا تېره ورځ هم د پاکستان پوځ د بنو د برید په اړه په خپلې یوې خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي و، دغه برید د حافظ ګل بهادر ډلې کړی چې له افغانستانه فعالیت کوي.

خبرپاڼه کې راغلي و، چې په تېر کې هم له افغان خاورې په دغه ډول بریدونو کې کار اخیستل شوی و.

د خبرپاڼې له مخې، د پاکستان حکومت په ځلونو افغان طا-لبانو سره دغه اندېښنې شریکې کړې وې او له هغوی یې غوښتي و، چې د دغو ډلو پر وړاندې جدي ګامونه واخلي.

د پاکستان پوځ ویلي، چې له افغانستان څخه به د ټولو پېښېدونکو ګواښونو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

خو دا هغه ادعاوې دي، چې طا-لبانو تل ردې کړې دي.

ورته مهال ښاغلي مېلر وویل، چې پاکستان اوس هم ورته یو نږدې ملګری دی.

د هغه په وینا:« موږ د پاکستان د اقتصاد د ښه‌والي په ګډون په ډېرو مهمو مسایلو کار کوو، په دې برخه کې مو ای اېم اېف پر مرستو او اصلاحاتو څو ځلې خبرې کړې دي.»

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا