اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

مېلر: بلینکن کانګرېس ته د افغانستان په اړه شاهدۍ ته نه حاضرېږي

دید خبرې آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن به په ټاکلې ورځ کانګرس ته د افغانستان په اړه د شاهدۍ لپاره حاضر نه شي.

نوموړي په خپل وروستي خبري کنفرانس کې پرون (سه شنبه، د وږي ٢٧مه) د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې دوى د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې ته وړانديز کړى، چې د بهرنيو چارو د وزير پر ځاى دې د هغه مرستيال د شهادت لپاره ومني.

په دې خبري غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د کانګرېس د بهرنیو اړیکو د کمیټې احضاريه یو «افراطي ګام» وباله.

تر دې مخکې د کانګرېس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال هم ښاغلي بلینکن ته ګواښ کړی و چې که له افغانستان څخه د وتلو په اړه د دغې کمیټې د احضاريې غوښتنې ته پام ونه کړي، محاکمه به شي.

خو متیو مېلر د یوې پوښتنې په ځواب کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «موږ لا هم نه پوهېږو چې کمیټې ولې دا ګام غوره کړ. لکه څنګه چې ما پرون د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، بهرنيو چارو وزیر په کانګرېس کې د افغانستان په اړه ١۴ ځله شاهدي ورکړې ده. له دغو  څخه څلور یې څو ځلې دغې کمیټې ته وړاندې شوي دي.   یوه هغه يې په ځانګړې توګه پر افغانستان متمرکزه وه.

ښاغلي مېلر ويلي چې په کانګرېس کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د نه حاضرېدو لامل په ټاکلي ورځ د هغه سفرونه دي چې په غزه کې د اوربند لپاره  کې ترسره کېږي.

هغه زیاتوي چې انتوني بلینکن نشي کولی په کانګرس کې حاضر شي. ځکه چې هغه نور مهم کارونه هم لري او د ولسي جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې ته يې ويلي دي چې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال به ولېږي او د بهرنيو چارو وزير ته يې وړانديز کړى چې په راتلونکي کې دې دغه کمېټې ته حاضر شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې دوی په دې کمېټه کې د وزیر د حاضرېدو د راتلونکې نېټې په اړه له کانګرس سره خبرې کوي.

په ورته وخت کې، هغه د کانګرېس لخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د احضاريې صادرولو پرېکړه «خورا غیر ضروري او بې ګټې اقدام» بللی.

په ورته وخت کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن تر ادارې لاندې حکومت له افغانستان څخه د «ناورین زېږونکي» ایستلو په تړاو تر فشار لاندې دی.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د وضاحت لپاره لوړ پوړي امریکايي چارواکي احضاروي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا