اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

مېلر: امریکا له ترهګرو ډلو سره تعامل کولاى شي

دید خبرې آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې امریکا کولای شي په قانوني توګه د خپلو ملي ګټو سره سمون په صورت کې هغو ډلو سره چې د ترهګريزو سازمانونو په نوم پیژندل کیږي، تعامل وکړي لکه څنګه چې يې هغه مخکې له طا-لبانو سره اړیکې درلودې.

ښاغلي مېلر تېرو او اوسنیو تجربو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د امریکا پخواني حکومت له طا-لبانو سره مستقیمې خبرې کړې وې او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د ۲۰۲۰ کال هوکړه د همدې خبرو پایله وه.

هغه وويل:«د قانون له مخې، دا ډول تعامل منع نه دی.ړموږ د هغو سازمانونو سره د اړیکو وړتیا لرو چې د ترهګرو په نوم پېژندل کیږي. ستاسو به په یاد وي چې تېر حکومت له طا-لبانو سره په داسې حال کې له افغانستان څخه د وتلو هوکړه وکړه، چې طا-لبان د یوه ترهګر سازمان په توګه پېژندل کېدل.»

ښاغلي مېلر همدا راز زیاته کړه:«موږ د دې وړتیا لرو چې له پېژندل شویو ترهګرو سازمانونو سره په قانوني توګه اړیکه ونیسو چې زموږ د ملي ګټو سره سمون ولري. ځینې کړنې د قانون له مخې منع دي، خو له دې ډلو سره خبرې کول د هغو له جملې نه دي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان او سوریې په ګډون په کړکېچنو سیمو کې د امریکا د رول په اړه بحثونه دوام لري. په دې سیمو کې، پېچلې خبرې اترې اکثرا د نفوذ لرونکو ډلو سره مستقیمو یا غیر مستقیمو اړیکو ته اړتیا لري.

ښاغلي مېلر همداراز په سوريه کې د مستقیمو خبرو اترو او یا د منځګړو د کارولو په ګډون د امریکا د اړیکو بېلابېلو لارو ته هم اشاره وکړه. هغه نور جزئیات ورنه کړل خو تایید یې کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په شخصي توګه د سیمې له نفوذ لرونکو هېوادونو سره په خبرو کې برخه لرله.

هغه وویل،«په سوریه کې د ډلو سره د تعامل لپاره، موږ د اړیکو مختلف میتودونه کاروو – کله ناکله په مستقیم ډول د مختلفو ډلو سره او کله ناکله د منځګړیتوب له لارې، دواړه د سوریې دننه او يا بهر. په دې وروستیو ورځو کې دغه خبرې اترې دوام لري او د بهرنیو چارو وزیر هم له هغو هېوادونو سره چې په سوریه کې دننه نفوذ لري، په مستقیم ډول په خبرو کې برخه اخیستې د؛ خو د دغو خبرو جزئیات نه افشا کوم.»

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د جمعې په ورځ د ډسمبر په اتمه د بشار الاسد رژیم نسکور شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا