Uncategorizedاسلایدشوافغانستاننړۍ

میلر: امریکايي وګړي دې خوشې شي

دید خبرې آژانس: امریکا متحده ایالات یو وار بیا په افغانستان کې د خپلو درې بندي وګړو د خوشې کېدو غوښتنه کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د دغو درې وګړو راخوشې کول د واشنګټن له لومړیتوبونو دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مېتیو مېلر ویلي:«موږ د هغو امریکايي وګړو په اړه جدي اندېښنه لرو، چې په بې‌ګناه ډول په افغانستان کې بندي شوي، موږ چې له طا-لبانو سره هر چېرته خبرې کړي؛ نو د دوی د راخوشې کېدو خبره مو لومړی کړې. کورنیو ته د دغو امریکايي وګړو بېرته ستنول د امریکا له لومړیتوبونو څخه دي، چې مونږ یې په برخه کې هڅې کوو.»

که څه هم تر اوسه اسلامي امارت په دې اړه تازه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي و، د دغو بندیانو د خوشې کېدو په برخه کې باید د اسلامي امارت شرایط هم په نظر کې ونیول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button