اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍګزارش

میلر: افغانستان د امریکا لومړیتوب دی

دید خبرې آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر وايي، افغانستان لا هم د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ لومړیتوب دی.

نوموړي په يوه تازه خبري ناسته کې په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: «بې له شکه همداسې ده او موږ به همداسې په افغانستان کې ښکېلېدو ته دوام ورکړو. دا به د يو دوامداره لومړیتوب په توګه پاتى وي.»

په دې ناسته کې ښاغلي مېلر  همداراز وویل چې د افغانستان اړوند چارې به د امریکا د سفارت د چارو شارژدافیرې کیرن ډېکر، په افغانستان کې د بشري او ښځو د حقونو په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري او د امریکا  امریکا سفیر مارک پومرشیم لخول پر مخ وړل کیږي.

د يادولو وړ ده، چې د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي توماس ویسټ ماموریت پای ته رسیدلی دی.

په ورته وخت کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان او د بشري حقونو او د ښځو د حقونو نړیوال سازمانونه په افغانستان کې د طا-لبانو درې کلنې واکمنۍ پر مهال له طا-لبانو سره د امریکا پر چلند نیوکه کوي او وايي چې امریکا تر اوسه د بشري حقونو د سرغړونو او ښځو په وړاندې د طا-لبانو د چلند په وړاندې پرېکنده او عملي ځواب نه دی ورکړى.

په همدې حال کې جرمني، اسټرالیا، هالنډ او کاناډا د ملګرو ملتونو د ۷۱مې عمومي غونډې په څنډه کې په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دوی به د عدالت نړیوالې محکمې ته د طا-لبانو د «د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون» څخه د سرغړونې له امله عریضه وکړي.

دوی خبرداری ورکړی چې که طالبان په شپږو میاشتو کې د ښځو د حقونو سرغړونې پای ته ونه رسوي، د هاګ محکمې ته به راکاږل شي.

خو د امریکا متحده ایالاتو په رسمي ډول د دغو څلورو هېوادونو د دغه اقدام ملاتړ نه دی کړی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا