اسلایدشوبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ
مگرو ملتونه: په غزه کې د تیښتې لپاره خوندي ځای نشته
دید خبری آژانس: د گوترش د بشردوستانه چارو مرستیال وویل چې په غزه کې د جګړې تر پیل وروسته په سیمه کې خوندي ځای نشته.
مارتین ګریفیتس زیاته کړه چې وروسته له دوه میاشتې جګړې، ماشومان، نارینه او ښځینه په غزه کې ډاریږي.
د ملګرو ملتونو چارواکو په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه.
ښاغلي ګریفیتس په غزه کې اوسنی وضعیت «د منلو وړ نه دی» بولی.
د اسراییلي رژیم پرون (جمعه، ۱۰ قوس) په غزه کی د شپږو ورځو څخه وروسته حملات پیل کړ.
دغه رژیم، حماس د لنډمهاله اوربند په ماتولو تورن کړی.
په غزه کې د حماس روغتیا وزارت وویل چې د جمعې په سهار کله چی اوربند تمام شو، په غزه کی د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه 180 فلسطینیان وژل شوي.