اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

مک کال یوه پرېکړه لیک مسوده کانګرېس ته وړاندې کړه

دید خبرې آژانس: د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال کانګرېس ته د یوه پرېکړه لیک مسوده وړاندې کړه چې له مخې یې ولسمشر جوبایډن، مرستیاله ولسمشره کامالا هرېس او د بایډن د ادارې ۱۵ نور چارواکي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو د دوی د «کمزوري فعالیت» له امله وغندل.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال کانګرېس ته په خپله وینا کې ويلي چې دغه پرېکړه لیک د امریکايي پوځیانو، د قربانیانو د کورنیو او د امریکا د خلکو په استازیتوب د متحده ایالاتو په تاریخ کې د بایډن او هرېس ادارې د بهرنۍ پالیسۍ ترټولو لویې ناکامۍ د ځواب ویلو لپاره لومړی ګام دی.

ښاغلي مک کال زیاته کړه چې درې کاله وړاندې نړۍ «د امریکا د بهرنۍ تګلارې تر ټولو سترې ناکامۍ» شاهده وه. هغه د بایډن او هرېس اداره وغندله چې له پلان، پاملرنې او د مسؤلیت د احساس پرته له افغانستان څخه ووتل.

د يادولو وړ ده، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې په یوه چاودنه کې ۱۳ امریکايي پوځیان او تر ۱۷۰ ډېر ملکي افغانان وژل شوي او ۴۵ نور امریکايي پوځیان او د هېواد ګڼ شمېر اتباع ټپیان شوي وو. یوه پیښه چې په امریکا او نړۍ کې له سختو  غبرګونونو سره مخ شوه.

خو مایکل مک کال د کانګرېس په دې غونډه کې زیاته کړه چې د بایډن تر ادارې لاندې حکومت د ویستلو له پلان جوړولو څخه ډډه کړې او آن د ویستلو پر مهال یې طا-لبان د «امنیتي شریکانو» په توګه معرفي کول.

کانګرېس د بایډن او هرېس ادارې د کلیدي چارواکو لېست هم چمتو کړی چې د هغه په ​​​​وینا په دې ناکامیو کې ښکېل وو او د حساب ورکولو غوښتنه یې کړې ده.

ښاغلي مک کال خپلې وینا ته دوام ورکړ او ټینګار یې وکړ چې د بایډن او هرېس اداره نه یوازې دا چې دا «ناورین» د ناکامۍ په توګه نه مني؛ بلکه یو بریالیتوب اعلانوي. هغه وايي چې د دې ناکامۍ لپاره د امریکا د قربانیانو له کورنیو څخه هيچا هم بښنه نه ده غوښتې او یوازې د استازو مجلس او د کانګرېس د سرو زرو د مډالونو مراسم وو چې له دغو کورنیو یې بښنه وغوښته.

هغه زیاته کړه چې د کانګرېس د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر په توګه یې له دندې وروسته په دې اړه څېړنې پیل کړې؛ څو مقننه قوه ډاډمنه شي چې په افغانستان کې چې څه پېښ شول، هېڅکله  تکرار نشي. هغه د ستونزو د هواري لپاره د منلو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، له دې څېړنې او هواري څخه یې موخه دا ده چې د دغو ناکامیو مسٶول چارواکي حساب ورکولو ته اړ باسي.

ښاغلي مک کال د بایډن او هرېس ادارې د لوړ پوړو چارواکو لېست هم چمتو کړی چې د هغه په ​​اند د ناورین مسؤل وو. په دغو چارواکو کې د امریکا ولسمشر جوبایډن، مرستیاله ولسمشره کامالا هرېس، د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان، د دفاع وزیر لویډ آسټن، د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د سپینې ماڼۍ نور لوړپوړي چارواکي شامل دي.

هغه د دغو چارواکو د روڼتیا او حساب ورکوونې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د امریکا خلک، پوځیان او د قربانیانو کورنۍ د دې حساب اخيستلو  مستحق دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا