اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

مک کال: په افغانستان کې د بایډن «شرمونکې» پالیسۍ چین پیاوړی کړ

ډید خبري اژانس: د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر په افغانستان کې د دغه هېواد د ولسمشر جوبایډن پر تګلارې نیوکه وکړه او ویې ویل چې د هغه تګلارې چین لا پیاوړی کړی دی.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو مشر مایکل مک کال پرون د امریکا د ولسمشر جوبایډن د بهرنۍ تګلارې پر بېلابېلو اړخونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې له افغانستانه د «شرمناکو» وتلو له امله د چین تېری زیات شوی او د امریکا د حکومت وروستي اقدامات ښيي چې دا د چین د مهار لپاره هېڅ پروگرام نه لري.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په دې وروستیو کې بیجینګ ته سفر کړی و او د مک کال په وینا، هغه باید چین ته د ننوتلو لپاره لوی امتیازات وړاندې کړي؛ په دې امتیازاتو کې چینایي شرکتونو Huawei او ZTE ته د صادراتو جوازونو تصویب او همدارنګه د بشري حقونو څخه د سرغړونې په هدف د بندیزونو نه پلي کول شامل دي.

مک کال له افغانستانه وتل د نرم ځواک په برخه کې د چین له مخ پر ودې بریاوو او له تایوان سره د دښمنۍ له زیاتېدو سره تړلي دي.

د مک کال په وینا، چین په دې توانیدلی چې د امریکا مالیه ورکونکو لخوا تمویل شوي نړیوال بنسټونه د خپلې ګټې لپاره وکاروي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا