شننه

موږ ډيورنډ نه منو او نه مو منلی

                         

د پاکستان د حکومت دا او دې ته ورته د لراوبر خلاف حرکتونو تر اوسه هیڅ نتیجه نه ده ورکړې موږ نن هم لراوبر یو افغان یو سبا هم او بله ورځ هم نو پنجاب باید له خپلې هرې تېروتنې زده کړه وکړي اوبه چا په ډانګ نه د ېبیلې کړي ازغن تار امن نشي راوستی ازغن تار چې په هرهدف لګول کیږي نتیجه یې صفر ده ترهګر په پنجاب کې دي او هلته یې مشران په ډېرو خوندي سیمو کې ژوند کوي او یو شمېر چڼي یې د پښتنو نه د پښتون وژنې لپاره چنده ټولوي ددې پرخلاف ولې پنجاب څه نه کوي؟ پنجاب هرڅه د پښتون قوم په جدايي کې ګوري موږ ددې کار غندنه کړې ده اوپه لراوبر کې به یې یو افغان هم ونه مني ځکه چې ددې کار زیان لراوبر افغان ته دی موږ له یو او بل څخه جلا کوي موږ له یو او بل څخه نه جدایو او نه جدا کیږو که د لراوبر په منځ کې هرډول سیاسی غمازي وشي موږ لراوبرافغانان روڼه یو موږ په کرښو په تارونو څوک نه شي جلا کولی ځکه چې پښتون د یوه مور او دیوه پلار څخه پیدا دی زه حیرانه دې قومونو ته یم چې په دغه شان ستراتیژکه مسله باندې هم دوی چوپه خوله دي دا لوی سیاسي ګیم دی.

د ای این پي له دومره قربانیو سره سره بیا هم زموږ امتحان اخستل کیږي زه حیرانه شم چې نور موږ قام ته حکومت ته نړیوالو ته څنګه امتحان ورکړو له بلور نه نیلوې تر شعیب خان لالا پورې بیا تر ننه موږ خو دومره قربانۍ ورکړې چې هیڅ ګوند نه دي ورکړي موږ له دې نه زیاتو قربانیو ته تیار یو خو د خپل قام ویشلو نسل وژلو ته نه یو تیار موږ په ډاګه کړه چې زموږ ناره حقیقت دی زموږ ناره ریښتنې ده زموږ ناره د حق ده او زموږ ناره د خلکو ناره ده.

زه دیوې پښتنې په توګه دا خبره په ډاګه کوم چې لراوبر مشران چې سره جرګه نشي او د حکومتونو مشران سره جرګه نشي او سپینې سپينې یو بل ته ونه وايي او دا مسلې کشالې یو طرف ته نه کړي موږ به ددې جګړې د خشاکو په څېریو.

ازغن تار نه منو ازغن تار د حل لار هم نه ده او په وړاندې به یې چوپ هم نه کینو لراوبر باید ددې پرخلاف غږونه وچت کړي.

موږه لراوبر افغانان خویندې روڼه یو

پلوشه عباس

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا