موږ پخوا ویل او امریکاییان اوس وايي، چې پاکستان د ترهګرو ملاتړی دی
تاند- په پاکستان کې د امریکا پخوانی سفیر وايي، پاکستان د هند په وړاندې د ځان په ګټه د انډول د برابرولو او په جنګ ځپلي افغانستان کې د اسلام اباد د ګټو د خوندي کولو لپاره د طالبانو، حقانی شبکې او لشکر طیبه په شان تروریستي ډلې جوړې کړي دي.
د انلاین استخباراتي خبري او تحلیلي ویبپاڼې (The Cipher Brief) د راپور له مخې، په پاکستان کې د امریکا پخواني سفیر ویلیم میلم او د ولسمشر اوباما د حکومت په مهال د ملګروملتو په امنیت شورا کې د جنوبي اسیا پخواني جګپوړی رييس فلیپ رینر وویل، آی ایس آی لا هم د دغو تروریستي ډلو پاللو او ملاتړ ته دوام ورکوي.
(The Cipher Brief) وايي چې له ګڼو مرکو او د نظرونو له پوښتلو ورته څرګنده شوه چې د پاکستان آی ایس آی دوه اړخیزه لوبه کوي.
د پاکستان په اړه له ډېرو کلونو راهیسی ویل کېږي چې له امریکا څخه د ملیاردونو ډالرو د اخیستلو لپاره له یوې خوا ځان د ترور پر ضد په مبارزه کې د امریکا متحد ښيي خو له بلې خوا طالبانو او د افغانستان د دولت خلاف نورو جنګېدونکو ډلو ته وسلې، پیسې او پناه ورکوي.
په اسلام اباد کې د پاکستان پخواني سفیر میلم (The Cipher Brief) ته وویل، پاکستان له داسې افغانستان سره هیڅ لېوالتیا نه لري چې د دغه هیواد سخت سیال هند پکې نفوذ ولري.
ده همداراز وویل چې پاکستان احساس کوي چې باید په افغانستان کې د خپلو ګټو د ساتنې لپاره په افغانستان کې نیابتي جګړې ته دوام ورکړي.
«موږ پوهېږو چې د ۱۹۹۰ یمې لسیزې په نیمايي کې د طالبانو په رامنځته کولو کې پاکستان برخه لرله او د افغانستان د نیولو لپاره یې د دې ډلې ملاتړ وکړ. موږ په دې هم پوهېږو چې د حقاني شبکه – چې د طالبانو متحده ده- د نیابتي جګړې په خاطر پاکستان ته ښه متبادله ده.»
میلم زیاته کړه، د لوېدیځو هیوادونو د شناندو دا باور چې آی ایس آی د د حقاني شبکې، طالبانو او لشکر طیبه په شان د دښمنو ډلو ملاتړ کوي، حقیقت دی خو په دې برخه کې شواهد پټ ساتل کېږي.»
فلیپ رینر وايي، د ۲۰۰۱ د سپټمر د یوولسمې له تروریستي حملو وروسته پاکستان د القاعده شبکې د غړیو په نیولو او ځپلو کې مرسته وکړه خو طالبان یې پرېښودل چې منظم شي او په افغانستان کې بیا جګړه پیل کړي.
د سپينې ماڼۍ دغه پخواني چارواکي همداراز وویل«امریکا ته پاکستان یو متحد او په عین وخت کې یو دښمن ثابت شوی دی. د پاکستان دوه اړخیزه لوبه د آی ایس آی او د هغه له روله په زغرده ښکاري.»
د سیاسي چارو د شناند بینټ سیفټل (Bennett Seftel) په وینا د پاکستان د ملي امنیت پالیسۍ د آی ایس آی تر پوره کنټرول لاندې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کالني راپور کې، چې د چهارشنبې په ورځ /جولای ۲۰/ خپور شو، ویل شوي چې پاکستان د طالبانو، حقاني شبکې، لشکر طیبه او جېش محمد په شان د تروریستي ډلو ملاتړ کوي.