اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

مولوی کبیر د حماس غړي سره کتلی دي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دوحه کې د حماس له مخکښ غړي خالد مشعل سره کتلي دي.

د طا-لبانو تر واک لاندې ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې له نوموړي سره د هنیه د وژل کېدو له امله غمشریکي کړې ده.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې ښاغلي کبیر د هنیه له مرستیال موسی ابو مرزوق او د هغه له زوی عبدالسلام اسماعیل هنیه سره هم کتلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسماعیل هنیه د جنازې د مراسمو په څنډه کې د طالبانو بل غړي انس حقاني هم له خالد مشعل سره کتلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طا-لبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس بیا د سپوتنیک خبري اژانس له قوله خبر ورکړی، چې خالد مشعل د اسماعیل هنیه له ترور کېدو وروسته د هغه د ځای ناستي په توګه ټاکل شوی دی.

خو حماس بیا تراوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د ویلو ده، چې مشعل تر هنیه مخکې هم د حماس د سیاسي دفتر مشر او له مهمو غړو څخه و او په ٢٠١٧ کال کې یې دا دنده اسماعیل هنیه ته پرېښی وه.

تر دې وړاندې رویټرز خبري اژانس هم د حماس د یوشمېر چارواکو او کارپوهانو له قوله لیکلي و، چې د اسماعیل هنیه اصلي ځای ناستی به خالد مشعل وي.

د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه چې څو ورځې وړاندې په تهران کې ترور شو، د جنازې مراسم یې نن په قطر کې ترسره شول.

په دې مراسم د یو شمېر اسلامي هېوادونو د مشرانو سربېره د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او مل پلاوي هم ګدون کړی و.

په ایران کې د اسماعیل هنیه ترور نړۍوال غبرګونونه را پارولي او ګڼو اسلامي هېوادونو دغه برېد غندلی.

بل خوا د نړۍ یو شمېر هېوادونونو بیا خبرداری ورکړی، چې دا به په منځني ختیځ کې روان کړکېچ لا پراخ کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا