اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

مولوی عبدالکبیر په کابل کې د جاپان سفیر سره کتلی دی

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو سرپرست حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره کتلي او افغانستان سره یې د جاپان د مرستو په اړه خبرې کړې دي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې د تاکایوشي کورومایا له خولې لیکلي چې جاپان د نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره لس میلیونه ډالر مرسته اعلان کړې ده او دغه هېواد هوډ لري چې د افغانستان په نهو ولایتونو کې ۱۶۵ لومړني ښوونځي جوړ کړي.

پر دې سربېره د جاپان سفیر ویلي، دغه هېواد په پام کې لري چې د افغانستان د تاریخي ابداتو د ساتنې او د اړوندو ادارو د وړتیا لوړونې لپاره کابل کې ملي موزیم ته درې سوه زره ډالر ځانګړي کړي.

تاکیوشي کورومایا د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې چې ټوکیو د اسلامي امارت او جي ۷ هېوادونو ( د ۷ سترو اقتصادي هېوادونو) د اړیکو جوړولو لپاره هڅې کوي.

دغه کتنه کې مولوي عبدالکبیر د کابل او ټوکیو اړیکې د دواړو هېوادونو لپاره اړینې یادې کړي او ویلي یې دي چې اسلامي امارت هیله لري چې د دوحې درېیمې غونډې ژمنې ژر تر ژره عملي شي.

د جاپان سفیر دغه کتنه د کابل په شپږمه امنیتي حوزه کې د وروستي چاودنې په تړاو خواخوږي ښودلې ده.

تر دې وړاندې د یوناما پخواني مشر او د جاپان د ساساکاوا د سولې بنسټ مشر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره کتنه کې له اسلامي امارته غوښتي و چې د کابل او ټوکیو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په موخه یو پلاوی جاپان ته واستوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا