اسلایدشوافغانستانبرگزیدهسیاست

مولوی عبدالکبیر په پېښور کې د افغانستان له قونسل سره د کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې

دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر له پاکستان څخه په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو نوې جوپې په هکله په پېښور کې د افغانستان اسلامي امارت له قونسل حافظ محب الله سره وکتل.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې د کډوالو پر اېستلو او ستونزو خبرې شوې او حافظ محب الله له پاکستان څخه د کډوالو د اېستلو لړۍ خورا نامناسبه او دردونکې بللې ده.

نوموړي د کډوالو د ستونزو او د هغوی د پانګو ضایع کېدو په هکله سرپرست وزیر ته جزییات ورکړي او په وینا یې کډوال د اېستلو په لړ کې تر ډیورنډ فرضي کرښې پورې ستونزې ګالي.

هغه همدارنګه د کډوالو د ستونزو د حل په موخه یو شمېر وړاندیزونه له مولوي عبدالکبیر سره شریک کړل.

په ورته وخت کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست له افغان کډوالو سره ناسم چلند له ټولو اسلامي او نړیوالو اصولو سره په ټکر کې یاد کړی.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانان د دین او اسلامي خاوري ساتلو لپاره کډوالۍ ته اړ شوي، خو د افغان کډوالو پر وړاندې د اسلامي هېوادونو ظالمانه کړنې دردونکې او د اندېښنې وړ دي.

هغه همدارنګه ویلي چې اسلامي امارت د کډوالو د ستونزو حل ته کافي امکانات ځانګړي کړي او ډېری امارتي ادارو په ګډه د کډوالو خدمت ته وردانګلي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست همدارنګه د ایران له حکومت سره د کډوالو په برخه کې د پرمختګونو یادونه کړې او افغان کډوالو ته یې د مرستو پر جلب ټېنګار کړی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا