Uncategorizedاسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

مولوی عبدالحکیم څنګه تر رهبرۍ ورسید

شیخ حکیم له ملا برادر څخه د هغو ۱۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو حساب غوښته چې قطر کې امریکا ورته سپارلې وې. دا پیسې تراوسه مالومې نه دي چې ملا برادر څه کړي دي، خو مولوي عبدالحکیم د دې سپیناوي په بدل کې د مذاکراتي ټیم مشرۍ ته ورسید

سید عبدالله پاچا
مولوی عبدالحکیم چې تازه د طالبانو د قطر دفتر د مذاکراتي ټیم مشر شوی دی، د طالب مشرانو خوښه ورسره نه وه چې هغه دې مشري وکړي.
خو د طالب مشرانو ځینې مجبوریتونه و چې مولوي عبدالحکیم یې د مذاکراتي ټیم تر مشرۍ رسولی دی.
مولوي عبدالحکیم له ډيرې مودې راهیسې په دې لټه کې و چې څنګه ځان د قطر دفتر رهبري غړی کړي او بیا د مذاکراتي ټیم مشري واخلي، خو ملا برادر نه غوښتل چې هغه دې دومره واک او صلاحیت ترلاسه کړي.
ولې ملا برادر د مولوي حکیم مخالف دی؟
شیخ عبدالحکیم د طالبانو د هلمند د شورا مشر و، سویلي حوزه کې به چې د جګړې، نشه يي توکو، عشر، زکات او استخباراتي پیسې څومره لاس ته ورتللې، د کویټې شورا ته به یې لیږلې، خو بیا یې دا پيسې په دې شورا بندې کړې او ځینې غوښتنې یې درلودلې.
یوه غوښتنه همدا وه چې مولوي عبدالحکیم باید د مذاکراتي ټیم مشري وکړي.
دغه راز شیخ حکیم له ملا برادر څخه د هغو ۱۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو حساب غوښته چې قطر کې امریکا ورته سپارلې وې.
دا پیسې تراوسه مالومې نه دي چې ملا برادر څه کړي دي، خو مولوي عبدالحکیم د دې سپیناوي په بدل کې د مذاکراتي ټیم مشرۍ ته ورسید.
مولوي عبدالحکیم خو د مذاکراتي ټیم مشرۍ ته ورسید، خو د طالبانو سیاسي دفتر تمه لري چې هغه به څو پړاوه خبرې مخ ته یوسي او بیا به بل کس دا پروسه مخ ته وړي.
خو مولوي حکیم ټینګار لري چې د بین‌الافغاني خبرو پروسه به د دې په مشرۍ ترپایه مخکې ځي ، تر څو چې یوه پایله ورکړی.
که مولوي عبدالحکیم دا پروسه تر اخر مخ ته یوسي، بیا ملا برادر او عباس ستانکزی اندیښنه لري چې د دوی رول څه شو او ټول امتیاز او کریډیټ به مولوي حکیم واخلي.
مولوي حکیم یوه ځانګړنه دا ده چې هغه سویلي حوزه کې پراخ نفوذ لري او د همدې نفوذ څخه په ګټنې د طالبانو مشران مجبور شوي چې هغه د مذاکراتو پروسې مشر وټاکي.
اوس به ولیدل شي چې مولوي حکیم به دا پروسه څنګه مدیریت کړي، خو ملا برادر او عباس ستانکزی په دې اړه جدي ملاحظات لري او غږ نه شي کولی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا