افغانستانروستي خبرونهسیاست

مولوی انصاري: څوک چې د طا-لبان په مقابل کې ودریږي باید سر پرې کړي

د دید خبری آژانس: د هرات د ګازرګاه جومات خطیب مولوی مجیب الرحمن انصاری وایی، هر هغه څوک چې د طا-لبان پر ضد ودریږی، باید سر پرې کړي.

مولوی انصاري: څوک چې د طا-لبان په مقابل کې ودریږي باید سر پرې کړي

مولوی انصاري دغه څرګندونې نن پنجشنبه (چنګاش ۹) په کابل کې د طا-لبانو د علماوو یوې غونډې ته وکړې.
په دې غونډه کې انصاري پر دیني عالمانو غږ وکړ چې د هغو کسانو پر ضد فتوا صادره کړي چې د اسلامي نظام پر ضد ودرېږي.
انصاري دا هم وویل، چې اوسنی نظام د دیني عالمانو د زړورتیا او شهادت په پایله کې رامنځته شوی دی.
مجیب الرحمن انصاري د طا-لبانو له واکه د افغانستان تر نیولو مخکې څو څو ځله پخوانی حکومت لاسپوڅی بللی او پر ضد یې د جهاد اجازه ورکړې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا