اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

مولوي کبیر: نږدې راتلونکې کې به زموږ ډيپلوماټان په نورو هېوادونو کې منل کیږی

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو سرپرست حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال وايي اوس مهال له نړۍ سره غوره اقتصادي او سیاسي اړیکې لري او دا اړیکې ورځ نه بلې ته د پراخېدو په حال کې دي.

نوموړي د عامې روغتیا وزارت اړوند، له بېلابېلو برخو څخه د ۳۰۰ متخصصینو فراغت غونډې ته ویلي، په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې یو شمېر هېوادونه د اسلامي امارت سفییران او دیپلوماتیکې استازولۍ ومني.

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر و ویل: موږ د سیمې هېوادونو او له سیمې د باندې هېوادونو سره فعالې اړیکې لرو. په نږدې راتلونکې کې به یو شمېر نور هېوادونه هم د افغانستان استازولۍ و مني.

په همدې حال کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال په یاده غونډه کې ویلي چې په تېرو جګړو کې د افغانستان خصوصي سکټور زیانمن شوی او اوس مهال اړتیا ده چې جدي پاملرنه ورته وشي.

ورته مهال د عامې روغتیا وزارت هم د خصوصي سکتور پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

د رییس الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي و ویل: موږ غوښتنه لرو چې د افغانستان په ټولو سیمو کې په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې کلینیکونه جوړ شي. هغه روغتونونه چې په ولایتونو کې دي، حوزوي روغتونونه دي او په مرکز کې دي، ټول اصلاحاتو ته اړتیا لري.

د طا-لبانو د عامې روغتیا سرپرست، نور جلال جلالي وايي: په نوې ټکنالوژۍ سمبال متخصصین ولرو چې په هغه پوه وي. ظرفیتونه ولرو او زموږ ځورېدلی او کړېدلی ولس له سفرونو هم خلاص شي.

بل لورته د دغي دلي د لوړو زدکړو سرپرست وزیر له تازه فارغو محصلینو غوښتي چې خلکو ته په خدمت کولو کې اسلامي مسوولیت په نظر کې ونیسي او دغه راز بیا د ازموینو ملي ادارې سرپرست په تحصیلي نظام او د ازموینو په اخیستو کې پر روڼتیا ټینګار وکړ.

د لوړو زدکړو وزارت سرپرست، ندا محمد ندیم وايي: د دې هېواد هم درباندې حق دی، د دې مسلمانانو هم درباندې حق دی دا کوم لګښت چې درباندې شوی دی، دا دې مسلمانانو پیسې وې. نو دې هېواد ته مسوول چې خدمت ورته وکړې.

د ازموینو ملي ادارې سرپرست، عبدالباقي حقاني څرګنده کړه: ډېری ځوانان په دې هڅه کې دي چې څنګه سندونه ترلاسه کړي د علم او پوهې ترلاسه کولو اراده نه لري. همدې چارې زموږ ولس ته بې اعتباري پیدا کړې ده.

فارغ شوي ډاکټران بیا له اسلامي امارت غواړي چې د ډاکټرانو په حقونو او دوی ته د امکاناتو په برابرولو کې خپله پاملرنه زیاته کړي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دا لومړی ځل دی چې د ۸۰ ښځو په ګډون ۳۰۰ محصلین د روغتیا وزارت اړوند ۲۷ برخو کې تخصصي زدکړې کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا