اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

مولوي کبیر: نړۍ سره زمونږ اړیکې مخ په پراخېدو دي

دید خبرې آژانس:په افغانستان کې د طا-لبانو سرپرست حکومت د رييس الوزراء سیاسي مرستیال مولوی عبدالکبیر د طا-لبانو پر وړاندې د امریکا پر چلند نیوکې وکړې.

مولوي عبدالکبیر وايي چې د امریکا له بدماشۍ سره سره له نړۍ سره د سرپرست حکومت اړیکې مخ په پراخېدو دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر و ویل: څلویښت سیاسي استازولۍ لرو، نو څه کم درې کلونو کې سره له دې چې امریکا بدماشي کوي خو په نږدې درې کلونو کې دومره سیاسي استازولۍ د امریکا د مخالفت سربېره، زموږ پر سالم سیاست دلالت کوي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وایي د ځینو هېوادونو استازي چې افغانستان ته راغلي واقعیتونه یې درک کړي او له اسلامي امارت سره یې تعامل کړی.

نوموړی دغه راز ټینګار کوي چې د اسلامي امارت پلاوي د دوحې د درېیمې غونډې په څنډه کې د زیاتو هېوادونو له استازو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې د افغانستان واقعیتونه له نږدې وګوري.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه: ملګري ملتونه زموږ شرایط مني، موضوعاتو ته یې هلته وخت ورکړ، هلته مختلف ملاقاتونه شوي دي، هغه راپور چې ماته مجاهد صیب راکړی تر اوسه مې ټول مطالعه کړی هم نه دی، ډیر ملاقاتونه شوي دي، له رسمي غونډې ترڅنګ چې د هېوادونو له استازو سره لیده کاته شوي دي.

مولوی عبدالکبیر په دې غونډه کې زیاته کړه چې د اسلامي امارت رهبر په ځلونو ټینګار کړی چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي او د افغانانو ترمنځ یوالي لپاره باید لا ډیره هڅه وشي.

نوموړی وایي اسلامي امارت هڅه کوي په هېواد کې د ځوانانو لپاره کاري زمینه برابره کړي خو دا چاره زیات وخت ته اړتیا لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا